د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

USA Today: د امريکا سفارت د لنډ مهال لپاره وتړل شو


يو، ايس، اې ټوډې:

امريکايۍ ورځپاڼې يو، ايس، اې ټودې (USA Today) په خپله پرونۍ ګڼه کې پر بګرام هوايي اډې تر ځانمرګي بريد وروسته په افغانستان کې د امريکا د سفارت پر تړل کېدو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، وروسته له هغې چې د شنبې په ورځ پر بګرام هوايي اډې په ځانمرګي بريد کې څلور امريکايان ووژل شول، په کابل کې د امريکا سفارت اعلان وکړ چې د احتياطي تدابيرو په توګه د لنډ مهال لپاره وتړل شو.

يو، ايس، اې ټوډې د امريکا د سفارت هغې اعلاميې ته اشاره کړې چې په کې ويل شوي، دغه سفارت پر بګرام هوايي اډې تر حملې يوه ورځ وروسته خپل ورځني کارونه بندوي.

د ورځپاڼې په حواله په هغه حمله کې دوه امريکايي سرتېري او دوه قرارداديان ووژل شول او لږ تر لږه ١٧ تنه نور ټپيان شول.

د امريکا سفارت په خپله اعلاميه کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزيرجان کري څرګندونې رااخيستې چې ويلي يې دي: د انفرادي پېښو له کبله به په افغانستان کې زموږ ماموريت ټکنى نه شي.

يو، ايس، اې ټودې (USA Today) ورځپاڼه زياتوي، پر بګرام پوځي اډې د حملې مسؤليت وسله‌والو طالبانو منلى دى. د دې ډلې وياند ذبيح اله مجاهد ويلي دغه حمله يې د امريکا د بمباريو په ځواب کې کړې ده.

د ليکنې په دوام کې راغلي، دا حمله په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې مخکې د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د جرمني يا المان پر قونسلګرۍ حمله وشوه، شپږ کسان يې ووژل او تر ١٠٠ زيات نور يې ټپيان کړل.

ورځپاڼه ليکي، پر بګرام هوايي اډه حمله په داسې حال کېږي چې څو ورځې مخکې ډونالډ ټرمپ امريکا د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو او افراطيانو يې هرکلى وکړ.

ګلوب ايند مېل:

کاناډايۍ ورځپاڼې ګلوب ايند مېل (Globe and Mail) د وزيرانو د استيضاح کولو پر پروسې ليکنه خپره کړې ده چې افغان حکومتي رهبرانو يې د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

د ليکنې په پيل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله پر څرګندونو تمرکز شوى چې د ولسي جرګې له وکيلانو يې غوښتنه کړې د وزيرانو د استيضاح کولو پروسه ودروي.

وکيلانو ويلي د نورو وزيرانو سلب صلاحيت کېدل ښايي افغان حکومت ته چې لوېديځ يې ملاتړ کوي، خو له مخکې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان دى- يوه ضربه وي.

د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ د بهرنيو چارو، د کار او ټولنيزو چارو او فوايد عامې وزيران سلب صلاحيت کړل.

د يکشنبې په ورځ يې هم درې وزيران د استيضاح غونډې ته ورغوښتي وو چې د ټرانسپورټ او پوهنې وزيران يې سلب صلاحيت کړل، خو جرګې د ماليې وزير ته د تاييد رايه ورکړه.

ګلوب ايند مېل (Globe and Mail) ورځپاڼه زياتوي په پام کې ده چې ولسي جرګې ١١ نور وزيران هم د استيضاح لپاره وروغواړي. وکيلانو په مجموع کې د ١٧ وزيرانو د استيضاح پرېکړه کړې ده.

د شنبې ورځې تر استيضاحيه غونډې وروسته دواړو حکومتي مشرانو وکيلان د جمهوري رياست ماڼۍ ته ور-وبلل او د استيضاح د دغه بهير د درولو غوښتنه يې ورڅخه وکړه.

ورځپاڼې د ولسي جرګې د امنيتي کميسيون د مشر ميرداد نجرابيخبرې رااخيستي چې ويلي يې دي: ولسمشر غني او ډاکټر عبداله وکيلانو ته وويل چې د دوى پرېکړه ښايي په حساس وخت کې افغان حکومت ته قوي سياسي ضربه ورکړي.

ده ويلي دواو مشرانو د ولسي جرګې له استازو غوښتنه وکړه چې د استيضاح روانه پروسه وردوي.

خو د ورځپاڼې په باور د ولسمشر او اجرائيه رئيس له غوښتنې سره- سره ګڼ وکيلان تصميم لري چې وزيران د استيضاح لپاره وروغواړي.

د ليکنې په حواله د افغانستان اساسي قانون ملي شورا ته دا صلاحيت ورکړى چې وزيران سلب صلاحيت کړي.

ولسي جرګې ويلي هغه وزيران به استيضاح کوي چې خپله پراختيايي بودجه يې تر ٧٠ فيصدو لږه لګولې وي.

XS
SM
MD
LG