د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

د پکتیا اوسېدونکي: پکتیا کې پراختیايي کارونو ته پام نه‌دی شوی


د پکتيا قومي مخور، مدني فعالان او وکيلان وايي، د دې ولايت په کچه هغه پراختيايي او پرمختيايي کارونه نه‌دي ترسره شوي چې اړتيا يې ليدل کېږي.

د پکتيا د قومونو يووالي ټولنيزې شورا يو شمېر غړو د يوې غونډې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د دې ولايت په کچه په تېر کال کې هغه پروژې چې دوی يې اړتيا احساسوله نه‌دي ترسره شوي او هغسې چې لازم وو په اداراتو کې د خلکو لپاره خدمات هم نه وړاندې شوي او نه وړاندې کېږي.

د يادې شورا مرستيال محمد علي جان محمدي ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې دوی له قومونو سره په دې خبرې وکړې چې په پکتيا کې د خلکو د شخصي ګټو مخه ډب او د پکتيا ګټې تضمين کړي:

"ځينې خلک چې دي د پکتيا ګټې د ځان په ګټه مصرفوي او دې ته پام نه‌کوي چې دلته د پکتيا يو شمېر ستونزې شته چې د هواري غم‌يې نه‌شته، موږ د هغو خلکو مخالف يو چې د پکتيا ګټې نه‌پالي او خپل ځان ته لګيا دي."

ده که څه هم په ښکاره د چا نوم وانه‌خيست خو ويې‌ويل چې د دې ولايت په کچه په اکثريت سيمو کې لويې پروژې په ټپه ولاړې دي او هېڅ کار نه‌دی پرې شوی، حال دا چې د يو شمېر پروژو پرانيسته هم شوې وه.

يو بل قومي مخور او د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرؤف صابري وويل چې دوی په روان کال کې په دې تمه وو چې د زرمت ګردېز پروژې چارې به‌يې پيل او تکميل شي او همدا ډول په روغتيايي کلينيکونو کې به‌يې ستونزې هوارې شي.

ښاغلی صابري زیاتوي:

"خاص خاص ستونزې دي چې سړکونه کنډ کپر دي، له وخته دا نارې وهو چې په روغتونونو کې مو مشکل ده، کلينيکونه مشکل لري، غټې ستونزې دي موږ يې په وارو وارو غوښتنه کړې، خو حل شوي نه‌دي."

د ده په خبره لا هم تمه لري چې حکومت به‌يې په لیرو پرتو سيمو کې لويې پروژې پيل کړي او هغه ستونزې چې دوی ورسره مخ دي له مناسبې لارې هوارې کړي.

په دغې قومي غونډه کې چې د پکتيا يو شمېر مدني فعالانو هم په‌کې برخه اخيستې وه وويل چې مرکزي او ولايتي ادارې هغه ډول چې د خلکو تمه وه کارونه ترسره نه‌کړل، بلال معروف د دې غونډې هغه ټولې خبرې داسې بيان کړې:

"د قومونو يووالي ټولنيزې شورا په حکومت غږ وکړ، په پکتيا کې هغه ډول چې لازمه وه عامه خدماتو ته پام نه‌دی شوی، لويې او وړې پروژې نه‌دي پلې شوي او يو شمېر ستونزې وې چې باید په تېر يو کال کې هوارې شوې وې، خو تر اوسه پورې نه‌دي هوارې شوي او ستونزه ورځ تر بلې زياته شوې چې د دې د هواري لپاره اقدامات په کار دي، هم بايد مرکزي او هم ولايتي اداره په دې برخه کې کار وکړي."

ده دا هم وويل، خلک له افغان حکومت څخه تمه لري چې په پکتيا کې به ورته عام‌المنفعه پروژې پلې کړي، خو لا يې هم تمه د حکومت له لوري په عمل نه‌ده بدله شوې، يو بل تن مدني فعال او د پکتيا پوهنتون استاد محمد اسماعيل لاروي وويل:

"په تېر کال کې حکومت د ولس لپاره هغه ټولنيزې پروژې نه‌دي پلې کړي چې د ولس په ژوند کې د تغيیر مثبت رول ولوبوي، په کار وه حکومت د خلکو سره خپله فاصله رالنډه کړې وی او دلته‌يې پروژه پرانيستې او پلې کړ وی، خو داسې ونه‌شول ستونزه لويه شوه او په ټول کال کې موږ د هېڅ يو واړه مکتب پروژې پرانيستې خبر هم نه‌دی اورېدلی يعنې په غونډ کال کې يوه پروژه نه‌ده پلې شوې او کال بې‌پروژې تېر شو او د ژمي په رارسېدو بيا حکومتي چارواکو ته بهانه پيدا شوه چې کار نه‌شي کېدلی، هغه مهال چې د کار وو دوی کار ونه‌کړ."

د ولايتي ادارې چارواکي دا خبرې نه‌مني چې دوی دې په تېر کال کې پروژې نه‌وي پلې کړي او وايي چې دوی په ټوله پکتيا کې ډېرې زياتې پروژې روانې کړې دي او يو شمېر به‌يې په نوي کال کې پيل کړي، د پکتيا والي وياند نقيب احمد اتل وويل:

نقیب احمد اتل
نقیب احمد اتل

"موږ همدا اوس عملاً په پکتيا کې ډېرې زياتې پروژې لرو چې روانې دي او کارونه‌يې مخکې ځي، د ګردېز ښاروالي ۱۲ پروژې او د انکشاف دهات په چوکاټ کې سلګونه وړې پروژې او همدا ډول د پوهنتون په داخل کې د څلور ميليونه ډالرو په اندازه پروژې روانې دي چې موږ کار پرې کوو داسې نه‌ده چې په غونډ کال کې پروژه نه‌ده پلې شوې او هغه کومې ستونزې چې دي د هغو هوارولو لپاره اقدامات کوو."

نوموړی دا هم وايي چې د خلکو د نمايش لپاره‌يې کار نه‌دی کړی، په هغو سيمو کې چې اړتيا ليدل شوې او امکانات موجود وو دوی وړې او لويې پروژې پيل کړې دي او يو شمېر هغه پروژې چې ولاړې دي، د هغوی امنيتي ستونزې او سروې‌ګانې حل شوې دي او په راتلونکي کال کې به‌يې عملاً کارونه پيل شي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG