د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

بلوچستان کې په یوه زیارت کې چاودنې ۵۲ تنه وژلي


د بلوچستان په خضدار سيمه کې د «شاه نوراني» په نامه زيارت کې چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې شاوخوا پنځوس تنه وژل شوي او شاوخوا سل تنه په‌کې ټپيان شوي دي.

د شنبې په ماښام په دې مزار کې له پنځو تر شپږ سوه زيارت کوونکي موجود وو چې ناببره ورباندې چاودنه وشوه او په نتيجه کې يې شاوخوا يو نيم سل کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د چاودنې يوه عيني شاهده وايي:

"چاودنه وشوه، موږ له خپلو بچيانو سره د پېښې له ځايه په منډه راووتلو، په مزار کې عُرس روان وو، د ښځو رقص يا «دهمال» شروع وو، چاودنه وشوه."

د عيني شاهدينو په وينا په مزار کې چې خلک راټول وو، هغه ځاى يو څه تنګ وو، ځکه هم زياتو خلکو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته.

يو بل عيني شاهد وايي:

"موږ ولاړ وو خلک د وجد په حالت کې وو، ناببره چاودنه وشوه، د هېڅ‌چا پر چا حال نه‌وو، خلکو منډې وهلې، هلته اتيا نيوي کسان پر ځمکه پراته وو."

په وژل شويو او ټپيانو کې زيات شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي چې روغتونونو ته د رسولو لپاره‌يې د اېدهي مرستندويې ادارې او حکومتي روغتونونو امبولانسونه د پېښې ځاى ته څو ساعته په ځنډ ور ورسېدل.

د پېښې سيمه له کراچۍ ښاره د شاوخوا سل کېلو متره په فاصله کې ده او د پېښې ټپيان اکثر د شپې ناوخته د کراچۍ بېلابېلو روغتونونو ته يووړل شول.

د کلات سيمې کمېشنر محمد هاشم غلزي رسنيو ته وويل چې دا يو ځانوژونکى بريد وو، دی زیاتوي د پېښې په ځاى کې نه موبايل ټیليفون کار کوي او نه هلته برېښنا شته، ځکه نو د ماښام له تياره کېدو سره د مړو او ټپيانو په را انتقالولو کې ستونزې وې.

د خضدار مرستيال کمېشنر د پېښې په اړه وايي:

"زموږ د پلټنو له مخې دا ځانوژونکى بريد وو، يوه هلک کړی دی چې د بدن ټوټې يې موږ تر لاسه کړې او د ډي اين اې معايناتو لپاره مو ولېږلې، په چاودنه کې له اوو تر اتو کېلو ګرامه چاودېدونکي مواد کارول شوي دي، په دې مزار کې چې زر يوولس سوه کسان راټول وي، ښځينه او نارينه ګډ وي، کله چې دوى د وجد په حالت کې وو دې هلک هلته ځان چوولى دى، تر اوسه مو له دې ځايه د ۴٢ تنو مړي او تر سل زيات ټپيان ايستلي، خو دا کره شمېر نه‌دى."

د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې «اى. اېس. پي. ار» د خبر له مخې پنځوس پوځي سرتېري هم له دوو پوځي هليکوپټرو او شلو امبولانسونو سره له خضدار او کراچۍ څخه د پېښې ځاى ته د ټپيانو د لېږدولو لپاره ورغلي دي.

شاه نوراني مزار د کوټې جنوب ختيځ لور ته په شاوخوا اووه سوه کېلو مترۍ کې د خضدار په سيمه کې دى چې له کراچۍ او د بلوچستان له بېلابېلو سيمو هره ورځ سلګونه خلک ورته راځي او زيارت‌يې کوي.

دغه مزار له ښاره ډېر لیرې د يوه لوى غره په لمن کې پر یوې غونډۍ جوړ دى.

د دې چاودنې مسؤليت داعش وسله‌والې ډلې منلى دى، تر دې پخوا چې د پاکستان په نورو ايالتونو کې د صوفيانو پر مزارونو وسله‌وال بريدونه شوي، مسؤليت‌يې اکثره پاکستاني وسله‌والو طالبانو منلى دى.

د وروستيو تر لاسه شويو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۵۲ تنه وژل شوي او شاوخوا ١٠۵ تنه په‌کې ټپيان شوي دي چې په هغوى کې هم د ډېرو حالت مرګونى بلل کېږي، وژل شوي او ټپيان اکثره د کراچۍ اوسېدونکي دي.

د يادونې وړ ده چې سږ کال په بلوچستان کې دا څلورمه خونړۍ حمله ده چې لسګونه کسان په‌کې وژل کېږي.

د روان کال په جنورۍ کې د کوټې په سټلايټ ټاون کې پر پوليسو حمله شوې وه، په اګست کې پر مدافع وکيلانو ځانوژونکى بريد وشو، بيا تېره اکتوبر مياشت کې د پوليسو پر روزنيز مرکز ځانوژونکى بريد وشو او بېګا شپه د شاه نوراني پر مزار بريد وشو چې په دې ټولو بریدونو کې شاوخوا ١٧٠ کسان وژل شوي او تر دوه سوه زيات په‌کې ټپيان شوي دي.

راپور: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG