د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

د بلوچستان په یوه زیارت کې چاودنې ۳۰ کسان وژلي


د پاکستان بلوچستان کې په یوه زیارت کې د چاودنې له امله لږ تر لږه دېرش کسان وژل شوي او تر سلو زیات خلک ژوبل دي.

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر میر سرفرازبګټي رسنیو ته وویل چې دا چاودنه نن ماښام مهال د حب په لېرې پرته سیمه کې د شاه نوراني په زیارت کې شوې ده.

ویل کېږي شاوخوا شپږ سوه کسان په دغه زیارت کې وو او صوفیانه مذهبي مراسم یې ترسره کول.

د پېښې د سیمې د لېرې والي په خاطر روغتونونو ته د ټپيانو د لېږد په برخه کې د ستونزو خبره یاده شوې ده او لا هم ګڼ ټپيان روغتونونو ته نه دي وړل شوي.

سږ کال مشهوره قوالي خوان امجدصابري هم د صوفیانه سندرو په خاطر په ډزو وژل شوی و.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دا لومړۍ خونړۍ پېښه نه ده تر دې مخکې په پوځیانو باندې وسله‎واله حمله او له هغې مخکې د مدافع وکیلانو په ټولنه باندې خونړۍ حمله د سږکال درې سترې حملې دي چې د پاکستان په ناکراره بلوچستان ایالت کې لسګونه خلک د مرګ کومې ته اچوي.

XS
SM
MD
LG