د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

افغان چارواکي: ایران طالبانو ته د الوتکې او ټانک ضد وسلې ورکړي


د افغانستان د مشرانو جرګې ځیني غړي او په لوېدیځ کی سیمه ییزچارواکي وايي، د یوشمېر طالب مشرانو کورونه په ایران کې دي او د دې هېواد لخوا یې ملاتړ کېږي.

دوی وايي، ایران وسله والو طالبانو ته داسې وسلې ورکړې چې الوتکې او ټانګونه پرې ویشتلای شي.

د یادو چارواکو له ډلې د فراه وايي، د ځینو مهمو طالب مشرانو کورونه په ایران کې دي او د فراه په وروستیو جګړو کې د یوشمېر وژل شویو طالبانو جسدونه هم ایران ته لېږدول شوي دي.

محمد اصف ننګ د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا طالب مشران د ایران په څو ځایونو کې اوسېږي او له هغه ځایه د تخریبي فعالیتونو لپاره افغانستان ته راځي.

ننګ:د ځینو مهمو طالب مشرانو کورونه په ایران کې دي.
ننګ:د ځینو مهمو طالب مشرانو کورونه په ایران کې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د طالبانو د یوشمېر مهمو مشرانوکورونه په ایران کې دي دوی د ایران په یزد، مشهد او کرمان کې اوسېږي او د تخریبي کړنو لپاره افغانستان ته راځي."

ښاغلی ننګ زیاتوي هغه وسلې چې طالبانو د فراه په جګړه کې کارولې، داسې ښکاري چې له نږدې سیمې نه یې ترلاسه کړي، خو دی وایي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

بل خوا د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال وايي چې ایران افغان طالبانو ته داسې وسلې ورکړې چې الوتکې او ټانکونه هم پرې ویشتلای شي.

ګیانوال: ایران پوځي یرغل پيل کړی.
ګیانوال: ایران پوځي یرغل پيل کړی.

​نوموړي زیاته کړه:

"ایران پوځي یرغل پيل کړی وسله والو طالبانوته یې ځایونه او کورونه ورکړي حتی ایران له دوی سره پوځي مرسته کوي، داسې وسلې یې ورکړې چې کېدای شي پرې الوتکې او ټانکونه وویشتل شي."

که څه هم ایران تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې دا ډول څرګندونې رد کړي دي.

تېره اوونۍ د افغانستان په مشرانو جرګه کې هم په دې اړه اندېښنه وښودل شوه او د دغې جرګې رئیس د دفاعي چارو کمېسیون ته دنده وسپارله چې له طالبانو سره د ایران د همکارۍ موضوع له امنیتي او استخباراتي ادارو سره وڅېړي.

د مشرانو جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون منشي رڼا ترین ازادي راډيو ته وویل چې په همدې اوونې کې به کشفي او استخباراتي ادارې دوی ته معلومات ورکړي.

ترین:راتلونکې دوشنبې ته په دې اړه موضوع په اجنډا کې لرو.
ترین:راتلونکې دوشنبې ته په دې اړه موضوع په اجنډا کې لرو.

نوموړې زیاته کړه:

"راتلونکې دوشنبې ته په دې اړه موضوع په اجنډا کې لرو او امکان لري چې اړوند مسؤلین موږ ته په دې اړه هغه معلومات راکړي چې دوی یې لري."

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، تراوسه داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي چې له وسله والو طالبانو سره د ایران همکارۍ په ډاګه کړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چی په دې اړه پلټنې روانې دي.

وزیري: په دې اړه پلټنې کوو.
وزیري: په دې اړه پلټنې کوو.

وزیري زیاته کړه:

"په دې اړه پلټنې کوو، که مو کوم شواهد او اسناد ترلاسه کړل، له مطبوعاتو سره به یې شریک کړو، خو تراوسه په دې اړه کوم کوم اسناد نشته."

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې ایران په افغانستان کې د داعش د پراختیا له ویرې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي.

له دې ډلې مطیع الله خروټي وايي، نه یوازې ایران بلکې روسیه هم د داعش د فعالیتونو د مخنیوي په هدف له طالبانو سره اقتصادي او پوځي مرستې کوي.

ښاغلی خروټي وايي چې له داعش سره د مبارزې ښه طریقه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تجهیز او له هغوی سره مرسته کول دي نه له وسله والو طالبانو د داعش پرضد د وسیلې په توګه کار اخیستل.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG