د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

چارواکي: بلخ کې د جرمني پر قونسلګرۍ حمله پاکستان کې پلان شوې وه


په بلخ ولایت کې افغان امنیتي چارواکي وايي چې په مزارشریف کې د جرمني پر قونسلګرۍ موټر بم حمله د افغانستان له پولې هاخوا پاکستان کې پلان شوې وه.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت مر عبدالرزاق قادري ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، داسې شواهد او لاسوندونه یې تر لاسه کړي چې ښايي په مزارشریف کې د جرمني هېواد پر قونسلګرۍ حمله په پاکستان کې طرح او پلان شوې ده.

هغه وايي، د دې حملې په خاطر چې د موټر بم په واسطه ترسره شوه، دری کسان په دنده ګمارل شوي وو چې دوه تنه یې د حملې سره سم ووژل شول او یو بل د افغان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

قادري وویل، نیول شوي کس د افغانستان ملي امنیت ته په څرګندونو کې اعتراف کړی چې د دوو میاشتو لپاره یې د نظامي او چیریکي جنګ زده کړې په پاکستان کې ترسره کړي او په مزارشریف کې د جرمني پر قونسلګرۍ د حملې په خاطر افغانستان ته رالېږدول شوی دی.

قادري: یاده حمله پاکستان کې پلان شوې وه.
قادري: یاده حمله پاکستان کې پلان شوې وه.

د بلخ د امنیت امر وویل:

"کوم کس چې موږ نیولی دی، هغه په خپل بیان کې اعتراف کړی چې نظامي تعلیمات او زده کړې په پاکستان کې ورکړل شوي دي، هغه دوې میاشتې مکمل په پاکستان کې د نظامي او چیریکي حملو زده کړې کړي، دی اوس مهال د ملي امنیت سره په بند کې دی، اصلاً دا یوه پلان شوې حمله وه."

د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد وايي چې تر دې دمه د دوی تحقیقات نه دي بشپړ شوي، خو داسې مدارک په لاس ورغلي چې ښايي دا حمله د پاکستانیانو لخوا سره شوې ده.

هغه د جرمني قونسلګرۍ په موټر بم حمله کې د یوه وژل شوي حمله کوونکي د هویت په اړه داسې وویل:

منیر فرهاد
منیر فرهاد

"تحقیقات لا ندي ختم شوي، خو یو جسد چې موږ په سیمه کې ترلاسه کړ، زموږ د کالبد پېژندنې څېړنې دا ښايي چې دا کس انور صادق نومېږي او پاکستاني دی."

منیر فرهاد وايي چې تحقیقات لا دوام لري او د دې حملې ترشا د پاکستاني پوځیانو لاس لرلو مسئله لا نه ده نهايي شوي.

هغه وویل یو افغان تبعه چې په دې حمله کې د لاس لرو په تور نیولی شوی دی، ویلي چې له دریو کلونو راپه دې خوا یې پاکستان کې ژوند کوي او هلته یې تروریستي زده کړې بشپړې کړي دي.

منیر فرهاد وویل دا کس هبت الله نومېږي او د لغمان د علي شینک ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

تېر کال په مزارشریف کې د هند پر قونسلګرۍ د دریو ځانمرګو کسانو د حملو را وروسته د بلخ امنیتي چارواکو اعلام وکړ چې پر دې ډیپلوماتیک بنسټ حمله کې د پاکستان پوځ لاس لري.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG