د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

د کندز پېښې په اړه ټاکل شوی پلاوی تر څېړنو وورسته کابل ته ستون شو


د کندز امنیتي چارواکي وايي، هغه دولتي پلاوی چې په دې ولایت کې يې په هوايي برید کې د ملکیانو د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه پلټنه کوله،بېرته کابل ته ستون شوی دی.

د کندز امنیه قوماندان وايي، د مرکزي حکومت پلاوي په بُز کندهاري سیمه کې د نړیوالو ځواکونو د هوايي برید له امله د ملکي مرګ ژوبلې په اړه پنځه ورځې پلټنه وکړه او بېرته کابل ته روان شو.

محمد قسیم جنګل باغ تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل د امنیتي ملحوظاتو له امله دا پلاوی ونه توانېد چې بُزکندهاري سیمې ته لاړ شي، خو په کندز ښار کې يې د پېښې د قربانیانو له خپلوانو او د سیمې له مشرانو سره وکتل.

جنګل باغ: پلاوي پنځه ورځې پلټنه وکړه او بېرته کابل ته روان شو.
جنګل باغ: پلاوي پنځه ورځې پلټنه وکړه او بېرته کابل ته روان شو.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس هغې سیمې ته ورتګ ستونزمن دی ځکه دښمن هلته موجود دی، د هغې سیمې چې دا پېښه په کې شوې،خلک يې دلته ولایت ته راوبلل، له خبرو او کتنو وروسته یو څه نتیجې ته سره ورسېدل، هغه خلک خپلې سیمې ته او پلاوی مرکز ته لاړ."

په کندز کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې د ملکیانو د وژل کېدو د څرنګوالي د معلومولو لپاره د مرکزي حکومت د پلاوي مشري د دفاع د وزارت مرستیال جنرال هلال الدین کوي او په ترکیب کې يې په مذهبي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د کورنیو چارو د وزارت او د ملي امنیت د ادارې یو شمېر جنرالان شامل دي.

د کندز امنیه قوماندان وايي، دې پلاوي په دوو برخو کې پلټنه وکړه:

نوموړي زیاته کړه:

"دوی په دوه برخو کې څېړنه وکړه یو يې د پوځي قوتونو د موقیعتونو په اړه پلټنه وکړه او په دوهمه برخه کې يې د سیمې له سپین ږېرو سره وکتل."

جنګل باغ: د هر وژل شوي کس له کورنۍ سره د سل زرو افغانیو مرسته وشوه.
جنګل باغ: د هر وژل شوي کس له کورنۍ سره د سل زرو افغانیو مرسته وشوه.

قسیم جنګل باغ وايي، حکومتي پلاوی د بُزکندهاري سیمې په پېښه کې د هر وژل شوي کس له کورنۍ سره د سل زرو افغانیو مرسته وکړه او د هر ټپي کورنۍ ته يې پنځوس زره افغانۍ ورکړې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر او د نړیوال قاطع ماموریت چارواکو ویلي چې دوی هم له خپل لوري په کندز کې په وروستي هوايې برید کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په باب تحقیقات کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما مشر په یوې اعلامیه کې ویلي د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده او دا ډول پېښې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره په روانو هڅو منفي اغېز کوي.

د کندز په بُز کندهاري سیمه کې د لړم میاشتې په ۱۲مه نېټه د هوايي بریدونو پرمهال د چارواکو په خبره د ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ترڅنګ ۳۱ ملکي وګړي هم ووژل شول.

XS
SM
MD
LG