د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

ننګرهار کې درېیم نړیوال اسلامي پوهنتون جوړېږي


د لوړو زده‎کړو وزارت او ملي شورا څخه راغلي لوړ پوړي پلاوي د ننګرهار ولايتي چارواکو په ملتيا د پنجشنبې په ورځ د رودات، کوټ او بټي کوټ ولسواليو په منځنۍ ساحه کې په زر جریبه ځمکه کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د احاطې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.

په دې مراسمو کې د ننګرهار والي محمدګلاب منګل وويل، د دې پوهنتون جوړېدل نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې هېوادونو لپاره لویه لاسته راوړنه ده.

ښاغلی منګل زیاتوي:

"دا پروژه به نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې په کچه یوه لویه علمي پروژه ده؛ د نړیوال اسلامي نړیوال پوهنتون چې د افغانستان لپاره،په خاص ډول د ننګرهار لپاره او که ووایم د سیمې لپاره یوه لویه اکاډمېکه موسیسه وي چې نن يې چارې عملاً پيلېږي."

د لوړو زده‎کړو وزيرې فریدې مومند وويل، اوس لپاره د دې پوهنتون د احاطې د جوړېدو لپاره د وزارت له انکشافي بودجه نه څه باندې ۳۷ میلیونه افغانۍ منظور شوي او د تعمير د جوړېدو لپاره دوی په پام کې لري چې د یوه کنفرانس له لارې د اسلامي هېوادونو او مرستندويه ادارو مرستې راجلب کړي.

اغلې مومند زیاته کړه:

"کله چې ماسټر پلان نهايي شو موږ به ډونر کنفرانس راغواړو د مختلفو ډونرانو نه د دې پوهنتون سره د مرستو هیله کوو او دا اوس هم د یو شمېر اسلامي هېوادونو او مرستندویه ادارو نه مو مرستې غوښتې او له هره پلوه به د دې پوهنتون جوړښت بین المللي وي."

نوموړي وويل، د دې پوهنتون نقشه په نړیوال سټنډرد جوړه شوې او د راتلوونکو پنځلسو کلونو په موده کې به يې ټولې چارې بشپړې شي.

دغه ساحه چې اوس په کې اسلامي نړیوال پوهنتون جوړېږي ناامنه سیمه بلل کېږي دا چې د دې سیمې امنيت به څومره خوندي ساتل کېږي والي محمد ګلاب منګل وويل، نه یوازې امنيتي ځواکونه بلکې د سیمې خلکو هم ورته ډاډ ورکړی چې د دې پروژې نه به ساتنه کوي:

"دا یو اسلامي نړیوال پوهنتون دی او دا افتخار چې د دې سیمې په برخه شو زه فکر کوم د ننګرهار ټول ولس او هم زموږ امنيتي ځواکونه مکلف دي چې د دې پوهنتون امنیت خوندي کړي."

د لوړو زده‎کړو وزارت د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې دوه اسلامي نړیوال پوهنتونونه جوړ شوي چې لومړی پوهنتون په اسلام‎اباد کې دویم په مالیزیا کې او د درېیم ستر نړیوال اسلامي پوهنتون ویاړ به د ننګرهار وي چې د رغېدو وروسته به په کې په یو وخت لس زره محصلين زده‎کړه کوي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG