د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل د بنګلهدیش لیګ په سیالیو کې پرون وتوانېد چې څلور ویکټې ترلاسه کړي.
د افغانستان د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې کوم ټیم چې محمد نبي عیسی خېل په کې لوبېږي وتوانېد چې د ۲۹ منډو په توپير سیالي وګټي.
محمد نبي د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.