د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

ارايش سامان جوړوونکي شرکت يوه مسلمانه د خپل برانډ استازې ټاکلې


د کوور ګرل په نوم د ارايش سامان جوړوونکې شرکت د لومړي ځل لپاره يوه مسلمانه ښځه چې حجاب پر سروي، د خپل برانډ د استازي په توګه انتخاب کړه.

نورا عافيه لومړۍ مسلمانه ګڼل کېږي چې حجاب کوي او د ارايش د یوه شرکت له‎خوا د خپلې استازې په توګه ټاکل شوې ده.

دا په دې معنی ده چې نورا عافيه به له یو شمېر نورو د فېشن موډلانو سره یو ځای د کوور ګرل مجلې په اعلانونو کې څرګندېږي.

نورا عافيه د کوورګرل له لارې يوه اعلاميه خپره کړې ده او په‎کې ويلي يې دي چې هېڅ کله یې فکر نه وو کړی يوه مسلمانه ښځه به په دومره لوړه کچه د نورو مسلمانو ښځو استازيتوب کوي.

کوورګرل مجلې ویلي، عافيه به يوازې په تلويزيوني او ډيجیټل اعلانونو کې ګډون کوي.

نورا عافيه پر یوټيوب چينل دوه لکه او پنځلس زره دايمي کتونکي لري چېرته چې دا د مېک‎اپ ویډيوګانې خپروي.

نورا عافیه همدا راز پر انسټاګرام تر درې لکه پورې کتونکي لري.

دې ویلي چې کوورګرل په اکتوبر مياشت کې له دې غوښتنه وکړه چې د دې مجلې په یوه اعلان کې کار وکړي خو دا نه پوهېده چې دا به د دغه برانډ د یوې استازې په توګه وټاکل شي.

د کوورګرل مجلې دا اقدام د بېلابېلو کلتورونو د پرمختیا پر لور يو ښه ګام بلل کېږي.

همدا کمپاين دوه نورې تورپوستې ښځې هم د استازو په توګه لري چې يوه اسيايي امريکايي ده او بله لاتین امريکايي ده.

تېرکال د سویډن یوه شرکت اېچ اېنډ ايم په خپل اعلان کې يوه حجاب لرونکې ښځه ښکاره کړه.

په امریکا کې نورا عافيه اوس هم له هغو ګوتو په شمار ښځو څخه ده چې حجاب پر سروي او په اعلانونو کې څرګندېږي.

نورا عافیه وايي چې په کوورګرل کې د استازي په توګه د دې انتخابېدل د مسلمانو ښځو لپاره مثبت ګام دی.

دا وايي، دغه اقدام ښيي چې مسلمانان هم عادي امریکايان دي او مسلمانې نجونې هم عادي نجونې دي چې مېک‎اپ خوښوي او خپل ورځنی ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG