د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

د بشر حقونو کمېسیون: بلخ کې دې د ۴ ښځو قاتل ونیول شي


په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې په مزارشریف کې د دوشنبې په ورځ د څلورو وژل شویو ښځو قاتل دې ونیول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.

شمال زون کې د بشر حقونو ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع وايي چې د دوشنبې په ورځ د بلخ ولایت په بلخ شریف ولسوالۍ کې څلور ښځې په ډېر فجیعانه ډول وژل شوي دي، خو تر دې دمه د بلخ پولیس نه‎دي توانېدلي څو د یادې پېښې عامل ونیسي.

سامع د بلخ له امنیتي ارګانونو څخه په کلکه وغوښتل چې په جدیت سره دا جنايي پېښه وڅېړي.

سامع په دې اړه وویل:

"پرونۍ پېښه واقعاً ډېره زړه بوګنونکي وه چې خلک یې اندېښمن کړي دي. موږ له دې ناحیې اندېښمن یو، له ټولو مسئولانو خاصتاً د بلخ امنیتي ځواکونو څخه غواړم چې د دې پېښې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري."

د بلخ حوزوي روغتون مسئولان وايي چې دا ښځې په ناریه وسلې وژل شوي او له دې پېښې څخه یوه ټپي ښځه راوړل شوې وه چې په پيل کې یې صحي وضعیت د اندېښنې وړ وه، خو وروسته له جراحي عملیاتو یې وضعیت ښه شوی دی.

د بلخ حوزوي روغتون سرطبیب نور محمد فیض یې په اړه وايي:

"یوه ۱۸ کلنه نجلۍ شفاخانه ته را ولېږدول شوه چې په سر کې یې وضعیت د اندېښنې وړ و، هغه د سینې او سر په استقامتونو کې ټپي وه، وروسته له عملیاتو اوس یې وضعیت ښه دی."

په همدې حال کې د بلخ امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې تر دې دمه یې د یادې پښې عامل نه دی نیولی.

د بلخ د پولیسو امنیت آمر عبدالرزاق قادري ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د یادې جنايي پېښې په اړه د دوی څېړنې پیل شوي او هڅه کوي چې د قتل اصلي انګیزه معلومه کړي.

د بلخ امنیت آمر یې په اړه وايي:

"قاتل لا نه دی نیول شوی او تر تعقیب لاندې دی، تر دمه د وژل شویو کسانو تکفین او تدفین نه دی ختم او موږ هم د هغوی له خپلوانو څېړنې نه دي بشپړې کړي، قاتل د وژل شویو کسانو خپل دی، دوې د کاکا ښځې او د کاکا لورانې یې وژلې دي."

دا په داسې حال کې ده چې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو پر اساس چې یواځې بلخ ولایت کې د ښځو په وړاندې یې د تاوتریخوالي ۷۴ پېښې ثبت کړي دي چې نسبت د تېر کال دا وخت ته ۱۵ سلنه زیاتوالی ښايي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG