د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

سوداګرۍ وزارت: یوه نیمه ربعه کې ۲۰ سلنه صادرات زیات شوي


د افغانستان سوداګری او صنایعو وزارت وايي، تمه کېږي چې سږکال د سبزیو، وچو او تازه میوو صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

د یاد وزارت ویاند مسافر قوقندي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د تېرو کلونو په پرته سږ کال د لومړنی ربعې لاسته راوړنې ښيي چې دا زیاتوالی ممکن تر شلو فیصدو پورې لوړ شي.

قوقندي: زموږ صادرات په درېیمه او څلورمه ربعه کې ډېرېږي.
قوقندي: زموږ صادرات په درېیمه او څلورمه ربعه کې ډېرېږي.

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"زموږ صادرات په درېیمه او څلورمه ربعه کې ډېرېږي او زموږ څېړنې ښيي چې د تېرکال په پرتله سږکال چې څومره صادرات لرو هغه د میوو او سبزیو برخه کې ۲۰ فیصده ډیر والی ښيي."

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان تېرکال څه باندې دوه لکه ټنه سبزیجات، وچه او تازه میوه بهرنیو هېوادونو ته صادره کړي چې ارزښت یې تر ۲۴۴ ملیونو ډالرو پورې رسېده.

د افغانستان اکثره تولیدات د کال په درېیم او څلورم فصل کې رسېږي او په دې برخه کې د مڼو، انارو، انګورو، جلغوزیو، بادامو او ځيني نورو میوو حاصلاتو ته تر ټولې ډيرې هیلې وي.

افغانستان هرکال شاوخوا د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت واردات کوي خو افغان حکومت ژمنه کړې چې له دې هېواده به د صادراتو اندازه هم لوړوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی که څه هم په دې برخه کې ځینې پرمختګونه تائیدوي خو وايي چې لاهم سوداګر له ستونزو سره مخ دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی

دی وايي:

"په ټوله کې زموږ صادرات ښه شوي خو زموږ ستونزې لا هم شته د ځمکې له لارې د پاکستان سره ټرانسپورټي ستونزې دي چې نه دي حل شوي، په داخل کې امنیتي ستونزې دي، اداري فساد دی چې په ګمرکونو کې زموږ سوداګر زورول کېږي، په نورو هېوادونو کې بازار موندنه ده او حکومت یې د حل لپاره د سوداګریزو اتشو د جوړولو ژمنه کړې وه چې دا کار لا هم نه دی شوی."

د ښاغلي پسرلي په باور د منځنی اسیا سره د ځمکې له لارې وصلېدو د ځينو هېوادونو سره له هوايي لارې سوداګري او د چین سره د اوسپنې پټلیو پرانېستو د افغانستان په سوداګرۍ ښه اغېز کړی دی.

د سوداګرۍ وزات د معلوماتو له مخې افغانستان دا وخت شاوخوا ۵۰ هېوادونو ته له کرنېزو محصولاتو ور هاخوا بېلابېل نور توکي صادروي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG