د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

ولسمشر غني: شااوخوا ۴ لکه جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې


ولسمشر محمد اشرف غني وایي، حکومت توانېدلی چې شااوخوا څلور لکه جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را و ګرځوي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، راتلونکی کال به حکومت د غصب شویو ځمکو پر مسئلي نور هم ډېر تمرکز ولري.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ په ارګ کې درېیم ښاري ملي کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل په ښارونو کې د خلکو یوه جدي اندېښنه دا ده چې د هغوی ملکیت خوندي نه دی.

ولسمشر غني وویل، د زور ویلو فرهنګ باید ختم او ساختماني چارې له دولت سره په مشارکت سره مخته یووړل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه مسئله چې د تحول په برخه کې پاته ده، هغه د ځمکو د غصب ده، موږ ژمنه کړې وه، شاوخوا څلور لکه جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده او په ښارونو کې به راتلونکی کال په اساسي توګه پر غصب تمرکز وشي."

د افغانستان د اراضۍ اداره وایي، دا مهال د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې ۱،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکې د زورواکو او مافیایي ډلو له خوا غصب شوې ده.

د اراضۍ اداره: د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې ۱،۵ میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې.
د اراضۍ اداره: د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې ۱،۵ میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې.

دغه اداره وایي، غصب شوې ځمکې تر ډېره په کابل، بلخ، کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو کې دي.

د اراضۍ خپلواکه اداره همدا راز د یوې پنځه کلنې ستراتیژۍ د جوړولو خبره کوي چې له مخې به یې په افغانستان کې د ځمکو د غصب مخه و نیول شي.

په ورته وخت کې په ښارونو کې پرغصب شویو ځمکو د غیر معیاري ودانیو جوړېدل یوه بله اساسي ستونزه ده چې افغان حکومت ورسره مخامخ دی.

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري درېیم ښاري ملي کنفرانس ته په خپله وینا کې دغه مسئله د ښارونو له جدي ستونزو څخه یاده کړه.

نادري: د غیر معیاري ودانیو جوړېدل یوه بله اساسي ستونزه ده.
نادري: د غیر معیاري ودانیو جوړېدل یوه بله اساسي ستونزه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"په ښارونو کې دا مهال زموږ اساسي ستونزې نا متوازنه وده، د کلیو د اوسېدونکو راتګ، د خپل سره ودانیو جوړېدل او د ښاري بنسټونو نه شتون دی."

په ولسي جرګې کې له اداري فساد سره د مبارزې د کمېسیون غړی سید محمد حسن شریفي بلخابي وایي، تر ډېره لوړ پوړي دولتي چارواکي د ځمکو په غصب کې لاس لري او په خبره یې تر څو چې له دغو چارواکو سره قانوني چلند و نشي نو د غصب ستونزه به همداسي په خپل حال پاتې وي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG