د پکتیکا ملکي او پوځي چارواکي وايي چې د یاد ولایت درې لوېدیځې ولسوالۍ وړممې، تروه او وازېخوا چې له امنیتي ګواښونو سره مخامخې وې، د افغان امنیتي ځواکونو د جګړهییزو فعالیتونو نتیجه کې د وسلهوالو له تهدیده ژغورل شوي دي.
د شنبې په ورځ د پکتیکا چارواکو په یوې خبري ناسته کې وویل چې وسلهوالو د یاد ولایت د ځینو سیمو د نیولو هڅې کولې، خو افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې خپلې ټولې سیمې وساتي او په ځانګړي ډول درې لوېدیځې ولسوالۍ چې د نسبتاً ډېر امنیتي تهدید سره مخامخې وې، لارې يې خلاصې کړي او د وسلهوالو له ګواښهيې وساتي.
پکتیکا کې د ملي اردو د دوهمې پلې لواء قوماندان عبدالواسع میلاد وايي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو او همدارنګه هوايي بریدونو کې ۸۶ وسلهوال وژل شوي او ۷۶ نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي:
"د کره راپورونو پر اساس د دښمن تقریباً ۷۶ تنه زخمیان دي او ۸۶ يې لهمنځه تللي دي، په دې کې یو هدف د نړیوالو ځواکونو په همکارۍ او دوه هدفه هم د افغان هوايي ځواکونو په بریدونو کې لهمنځه وړل شوي دي."
د ملي اردو یاد قوماندان وايي چې په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو دوه سرتېري هم وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي په دې خبري کنفرانس کې وويل، پکتیکا کې د امنیتي او دفاعي څواکونو تر منخ نېږدې همغږي شته او له همدې کبله ده چې وسلهوال مخالفین نهشي کولای د پکتیکا کومه سیمه تر خپلې ولکې لاندې راولي.
عطاالله فضلي اوسمهال د یاد ولایت د غربي ولسوالیو امنیت د ډاډ وړ وباله او زیاتهيې کړه، لارې يې خلاصې شوي او ماینونو څخه پاکې شوې دي، همدارنګه خلک کولای شي، په یادو سیمو کې خپل ورځني ژوند ته دوام ورکړي.
د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونمل عبدالرؤف مسعود وايي چې په لوېدیځو درېیو ولسوالیو کې يې د وسلهوالو څخه یوه اندازه وسلې هم ترلاسه کړي دي.
عبدالرؤف مسعود زیاتوي:
"په وازېخوا، وړممۍ او تروې ولسوالیو کې وسلهوالو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، په یادو عملیاتو کې د وسلهوالو مخالفینو (۲۰) عرادې موټر سایکلونه، یو میل دهشکه، یو میل زیکویک، یو میل هاوان او یو مزایل لهمنځه وړل شوي دي."
تر اوسه وسلهوالو د پکتیکا د چارواکو د دې ادعاوو په باب رسنیو ته څه نهدي ویلي.
راپور: نجیبالله الوخېل