ګارډین:
د ګارډین ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د القاعده شبکې د یو مشر د وژل کېدو په اړه لیکنه کړې.
ګارډین لیکي:
فاروق القحطاني چې ډېر کلونه یې د القاعده د شبکې له وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره نېژدې اړیکې لرلې افغانستان کې د اکټوبر په میاشت کې د امریکا په یو هوايي برید کې ووژل شو.
ورځپاڼه وايي، د افغانستان د ختیځ لپاره د القاعده شبکې دا قومندان د امریکا د پوځ له خوا په داسې حال کې په نښه کېږي چې دا شبکه په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خوندي ځایونو د موندلو په لټه ده.
ګارډین د امریکا د دفاع د وزارت د ویاند پیټرکوک له خولې وايي:
"دا کامیاب برید له امریکا بهر زموږ د هغو عملیاتو یوه بله نمونه ده چې د ترهګرو او هغو وسلهوالو خلاف ترسره کېږي چې پر امریکا او زموږ د متحدانو پر ګټو د بریدونو هڅه کوي."
ګارډین د پنټاګون د ویاند له خولې وايي چې د القاعده شبکې یو بل غړی بلال العتیبي هم د افغانستان کونړ ولایت کې د یو جلا برید هدف ګرځول شوی خو د دې برید پایلې تر اوسه روښانه نه دي.
امریکايي چارواکو ویلي کونړ کې وروستی برید پر القاعده شبکې په وروستیو څو کلونو کې یو له مهمو بریدونو څخه و.
د ګارډین د ورځپاڼې په وینا فاروق القحطاني له څلورو کلونو راهیسې د امریکا د دفاع وزارت تر تعقیب لاندې و.
د ورځپاڼې په وینا نوموړې د القاعده شبکې له پخواني مشر اسامه بن لادن سره د یوې اوږدې مودې راهیسې تر ۲۰۱۱میلادي کال پورې نېږدې اړیکې لرلې.
ګارډین وايي:
قحطاني په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په افغانستان کې بیا فعالیت پیل کړ او د ۲۰۱۰ میلادي کال له نیمايي څخه یې په افغانستان کې د دې شبکې مشرتوب پر غاړه و.
د ده مرستیال بلال العتیبي په افغانستان کې د القاعده شبکې دویم یادرېیم کس ګڼل شوی دی.
باسټن ګلوب:
د باسټن ګلوب ورځپاڼې بیا د افغان کډوالو په اړه یوه لیکنه کړې ده.
د ورځپاڼې په وینا یوازینۍ هېواد چې دا مهال د اروپا او جنوبي اسیا د نورو هېوادونو په مقایسه زیات کډوال قبلوي خپله افغانستان دی.
باسټون ګلوب وايي، تمه ده چې د روان میلادي کال تر پای پورې به افغانستان ته یو نیم میلون افغان کډوال بېرته ستانه شي.
ورځپاڼه زیاتوي، ډېر دا افغانان ښايي په اجباري توګه افغانستان ته واستول شي.
د باسټون ګلوب په دې لیکنه کې ویل شوي چې د افغان کډوالو یوه برخه له اروپا څخه افغانستان ته ستېنږي چېرې چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت سره د افغان کډوالود ورستنولو په اړه یو قرارداد لاسلیک شوی دی.
ورځپاڼه زیاتوي چې افغانستان د بېرته ستنېدونکو کډوالو لویه برخه هغه افغانان دي چې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران څخه ایستل کېږي.