د اسلامي دولت په نوم ډلې یا داعش نه د موصل د بیا نیولو عملیات په چټکۍ روان دي.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي موصل کې د جګړې د لومړۍ کرښې د لیدنې پر مهال وویل چې ډېر ژر به د موصل خلک د داعش له لاسه ازاد کړای شي.
روېټرز خبري اژانس د حیدرالعبادي په حواله لیکلي چې د داعش پر ضد په پیل شویو عملیاتو کې تر تمې زیات پرمختګ شوی دی او ډېر ژر به پوځیان ټول موصل ونیسي.
العبادي د شنبې په ورځ موصل کې د جګړې د لومړۍ کرښې له لوړپوړو قومندانانو سره په لیدنه کې وویل چې ژر به د دغه ښار د ازادۍ زېری په خلکو وکړي.
ښاغلي العبادي زیاته کړه:
"د ټولو اتلو ځواکونو ستاینه کوم چې دا شېبه په موصل ښار او نورو برخو کې دي. انشاءالله چې ډېر ژر به عراقیانو ته د ټول موصل د ازادۍ زېری ورکړو. ښکاره ده چې ترورېزم په شاتګ او ناهیلۍ حالت کې دی."
روېټرز آژانس وايي، حیدرالعبادي که څه هم د خپلو پوځیانو له پرمختګ راضي ښکارېده خو ویېویل عراقي پوځیان د بم اېښودنو، د سړک غاړې ماین چاودنو او په "سنایپر" باندې د هدف ګرځېدو په خاطر له ګواښ سره هم مخ دي.
د موصل جګړه کې د عراقي پوځ یوه لوړپوړي قوماندان جنرال رعید شاکر جودت ویلي چې پوځیانو یې د حمام ال - الیل ښار کنټرول په لاس کې نیولی دی چېرته چې د داعش تر تصرف وړاندې پهکې دوه میلیونو کسانو ژوند کاوه.
د عراق او سوریې په هغو سیمو کې چې داعش کنټرول درلود په دغه ښار کې تر ټولو زیات خلک اوسېدل چې تازه د عراقي پوځیانو لهخوا ازاد شوي دي.
عراقي پوځیان همداراز د شمال لهخوا په خپلو عملیاتو کې د موصل هوايي ډګر څلور کېلو مترۍ ته نېږدې شوي دي.
د داعش یا اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو پر ضد په داسې حال کې د عراقي پوځیانو د پرمختګونو خبرونه ورکول کېږي چې د اسلامي دولت یا داعش رهبر ته په یوه منصوب غږ کې له ټولو جنګیالیو غوښتل شوي چې شاتګ ونهکړي.
د موصل د بیا نیولو لپاره د حمام ال - الیل ښارګوټي په تصرف سره عراقي پوځیانو ټول ټال اووه سیمې ونیولې خو لاهم د عامو خلکو ژوند د دې لپاره له خطر سره مخ دی چې د پوځیانو په هر پرمختګ سره داعش ملکیان سپر او هدف ګرځوي.
راپور: صفيالله ستانکزی