د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

په خوست کې د ولسي پولیسو شوراګانو فعالیت پیل کړ


د شنبې په ورځ په خوست کې د ولسي پولیسو په نوم د شوراګانو د جوړولو پروګرام پیل شو.

هغه کنفرانس چې په همدې موخه د خوست د ټولو ولسوالیو د لسګونو قومي مخورو، مدني فعالانو او دیني عالمانو همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د راغلي پلاوي په ګډون جوړ شوی وو، ویناوالو د پولیسو او خلکو تر منځ د همکارۍ د ډېرېدو په موخه د ولسي پولیسو د شوراګانو جوړول یو ګټور ګام وباله.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت ازادي راډیو ته وویل چې د دې پروګرام په عملي کېدو سره به د پولیسو او خلکو تر منځ اړیکې ډېرې شي.

ده زیاته کړه، د ولسي پولیسو اداره به په منظم ډول په ښوونځیو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د امنیتي، جنايي، ټرافیکي او نورو پېښو د واقع کېدو په باب د پولیسو سره د اړیکو د قایمولو د لارو چارو په اړه پلاني درسونه پر مخ بوځي.

د خوست امنیه قوماندان فیض الله غیرت
د خوست امنیه قوماندان فیض الله غیرت

مل پاسوال فیض الله غیرت زیاته کړه:

"دغه ولسي پولیس د خلکو او پولیسو تر منځ نږدې روابط رامنځته کوي او د خلکو او پولیسو مسؤلیتونه ټاکي، دوی به په کلیو او ولسوالیو کې خپل پروګرامونه په مشورو پر مخ وړي، د جرایمو د مخنیوي لارې چارې خلکو ته ښودل کېږي، په مکاتبو کې د زده کوونکو لپاره پلاني درسونه لري چې متعلیمن باید د ځنو پېښو په وخت کې څه وکړي، که چېرې ټرافیکي حادثه رامنځته کېږي، په دې اړه هم دوی ته درسونه ویل کېږي او په دې توګه ولس او پولیسو اړیکې نورې هم نږدې کېږي."

د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو لوی رئيس مل پاسوال محمد همایون عیني وايي چې د دې پروګرام لومړنی فکر او نظر په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال چې ډېری نړیوال ځواکونه د افغانستان څخه ووتل، د پراخو ولسي مباحثو په نتیجه کې پیدا شوه او ښې حکومتوالۍ پورې تړلې موضوع ده.

د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو لوی رئيس مل پاسوال محمدهمایون عیني
د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو لوی رئيس مل پاسوال محمدهمایون عیني

جنرال عیني زیاتوي، په بحثونو کې څرګنده شوه چې امنیت د خلکو سره په تفاهم او همغږۍ کې نیول کېدایشي، د پولیسو لخوا باید ولس سره د یکتاتورانه چلند ونشي، ځکه امنیت په زور نه تامینیږي.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې د ولسي پولیسو د نوې جوړې شوې مشورتي شورا مشر نورشاه نوراني وايي چې د امنیت تامینول د خلکو او پولیسو په متقابلو همکاریو پورې تړلې مسئله ده.

د دې شوراګانو د اغېزو په باب نورشاه نوراني وايي:

"دا شوراوې به وکولای شي چې په یو شمېر مشکوکو فعالیتونو او تروریستي کړنو کې، د مخدره توکو د مخنیوي په کار کې د پولیسو سره همکارۍ پاتې شي، واقعاً دا شوراګانې په خپل ځای کې مهمې تامیمدای شي، ځکه کچیرې د ولس همکاري د پولیسو سره نه وي، معلومه خبره ده چې پولیس په یوازې ځان امنیت نشي راوستلای."

د خوست یو تن قومي مشر حاجي ګل نواز وايي د ولسي پولیسو بهیر به د خلکو او پولیسو تر منځ د اړیکو یو زنځیر وي او دا کار به د خلکو د ژوندانه د هرې برخې لپاره په ګټه تمام شي:

"د ولسي پولیسو د ایجاد پروسه د خلکو د تجارت لپاره، د امنیت لپاره، د زده کړو د ښه بهیر لپاره او بیارغونې د چټکتوب لپاره دا ډېر ګټور پروګرام دی، نو هیله مو داده چې دا به د ولس او عسکري قوتونو تر منځ د اړیکو یو زنځیر شي، ولسي قوتونه، قومونه او پولیس به دا ټول یو زنځیر وي."

د ولسي پولیسو د شوراګانو د جوړولو د پیل په کنفرانس کې د خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې وویل چې د خلکو او پولیسو متقابله همکاري له پخوا نه په دې ولایت کې شته او په خوست کې موجود امنیت د دې خبرې یو ثبوت دی.

ده ټېنګار وکړ، کچیرې پولیس خپلو دندو ته ژمن وي او ولس سره د خدمتګارو افرادو په توګه صمیمانه چلند وکړي، نو باور لري چې ولس به دوی سره خپله همکاري ډېره کړي او دا کار به په یاد ولایت کې د امنیتي، جنايي، ټرافیکي او نورو ورته پېښو په کمولو پوره اغېز ولري.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG