د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

موصل کې د «کرامه» اوسېدونکي د داعش د ظلمونو کيسې کوي


د موصل په ختيځ کې د کرامه په نامه سيمه له داعش ډلې تصفيه شوه.

د سيمې اوسېدونکي وايي، دوه کاله يې د داعش ډلې ظلمونه او شکنجې ګاللي دي.

په داسې حال کې چې د عراق امنيتي ځواکونه په موصل کې په جګړه بوخت دي او غواړي داعش ډله له دې ښاره وباسي، د دغه ښار په ختيځ کرامه سيمه کې ځايي اوسېدونکي وايي، فکر کوي چې داعش ډله د شاتګ په حال کې ده.

دوى وايي، کله چې داعش ډلې پر دغې سيمې کنټرول درلود، له خلکو سره يې ډېر بد چلند کاوه.

جعفر: داعش له خلکو سره ډېر بند چلند کاوه.
جعفر: داعش له خلکو سره ډېر بند چلند کاوه.

جعفر د کرامه سيمې اوسېدونکى دى، ده ويلي د عراق دولتي ځواکونو اوس دوى ته ډوډۍ او اوبه ورکړي، خو دوى په تېرو دوو کلونو کې د داعش تر ولکې لاندې سخت ژوند درلود:

​"هرڅوک چې دلته دي، تيار دي چې د عراق له پوځ سره اوږه په اوږه د هغو کسانو په وړاندې وجنګېږي چې موږ ته زيان رارسوي."

د کرامه سيمې اوسېدونکي وايي، دوى يوازې د خوړو او اوبو په برخه کې ستونزه نه درلوده، غټ مشکل دا و چې دلته د ګڼو کسانو خپل-خپلوان ووژل شول.

عبدالحسن د چين له مرکزي ټلويزيون سره په خبرو کې دا مسئله ياده کړه چې داعش وسله والو يې يو خپل د شيعه توب په خاطر وژلى:

عبدالحسن: داعش زموږ ګڼ کسان را ووژل.
عبدالحسن: داعش زموږ ګڼ کسان را ووژل.

​"دوى ځکه زما دا نږدې خپل راوواژه چې نوم يې صادق او شيعه و.​"

د کرامه اوسېدونکي وايي، داعش وسله والو خلک په ډېرو مسايلو شکنجه کول، لکه د سګرېټو په څکولو يا هم لمونځ نه کولو باندې يې جېلونو ته اچول.

عمر جليل وويل:

​" موږ ان خپل مبايلونه هم نه شواى کارولاى، ښځې تر هغو بهر نه شواى وتلاى چې پوره حجاب به يې نه و کړى."

د موصل د نیولو پوځي عملیات لا دوام لري.
د موصل د نیولو پوځي عملیات لا دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د عراق د موصل ښار د نيولو لپاره پوځي عمليات لا هم دوام لري.

موصل په عراق کې د داعش ډلې مهم مرکز ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG