د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

پاکستان ۸ هندي ډیپلوماټان په جاسوسۍ تورن کړل


پاکستان اته هندي ډیپلوماټان په جاسوسۍ او ترورېستي فعالیتونو تورن کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغو اتو ډیپلوماتانو نومونه نن اعلان کړل چې وايي، شپږ تنه‌یې د هند د استخباراتي ادارې «RAW» د تحقیقاتو او څېړنو د څانګې او دوه نور یې د استخباراتي بیورو د ادارې فعالان دي.

پاکستاني چارواکو په دې ډله کې په اسلام‎اباد کې د هند تجارتي قونسل راجېش کومار اګني هوتري «Rajesh Kumar Agnihotri» نوم یاد کړی او په اسلام‎اباد کې د هند د استخباراتي ادارې مشر یې بللی دی.

اسلام‎اباد دا تورونه په داسې حال کې لګوي چې له نوې ډېلي سره اړیکې یې سخت ترینګلي شوي او په دې ترڅ کې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې دواړو خواوو پر یو بل څو ځلي د توپونو او سپکو وسلو ډزې هم کړي دي.

اسلام‎اباد دا تورونه په داسې حال کې لګوي چې له نوې ډیلي سره اړیکې یې سخت ترینګلي شوي
اسلام‎اباد دا تورونه په داسې حال کې لګوي چې له نوې ډیلي سره اړیکې یې سخت ترینګلي شوي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پر هندي ډيپلوماټانو تور لګولی چې په سند او بلوچستان ایالتونو کې د ناامنیو اور ته لمن وهي، له پاکستاني طالبانو سره د اړیکو دنده لري او د کابل او اسلام‎اباد تر منځ د اړیکو د زیانمنولو په برخه کې کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله نننۍ خبرپاڼه کې هندي ډیپلوماټان د ۴۶ میلیارده ډالرو په ارزښت د پاکستان او چین د هغه ګډ اقتصادي دهلېز د تخریب په هڅه تورن کړی چې د عرب بحیرې د سواحلو له لارې پاکستان ته انرژي لېږدوي.

تر اوسه روښانه نه‌ده چې دې ډیپلوماټانو ته به د پاکستان حکومت له پاکستانه د وتلو امر ورکړي او که به‌یې د هند حکومت بېرته هېواد ته وغواړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې د هند د ډیپلوماتیک مأموریت شپږ ډيپلوماټان‌یې وروسته له هغه وایستل چې هند په جاسوسۍ تورن کړل.

هند دا ادعاوې رد کړي او وايي چې دا بې‌بنسټه تورونه دي.

هند او پاکستان تېره اوونۍ هم د یو بل سفارتونه هم په جاسوسۍ تورن کړل او له دواړو خواوو یوه-یوه ډیپلومات ته د وتلو امر وشو.

XS
SM
MD
LG