د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

کابل کې د تنکیو ځوانانو تر منځ د بایسکل ځغلولو سیالۍ پیلېږي


ټاکل شوې چې د تنکیو ځوانانو تر منځ د بایسکل ځغلولو سیالۍ د نوومبر په شپږمه نېټه په کابل کې پیل شي.

د بایسکل چلولو د فدراسیون رئیس عبدالصادق صادقي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ به د لسو کېلو مترو په فاصله کې د ۳۰ لوبغاړو تر منځ جوړې شي.

ښاغلي صادقي زیاته کړه چې دغه سیالۍ د بایسکل ځغلولو ټيم ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په هدف پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG