د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

ارګ: د وزیرانو په اړه د ولسي جرګې د هرې پرېکړې درناوی کوو


د افغانستان ارګ ماڼۍ د ولسي جرګې له هغې پرېکړې هرکلی او ملاتړ کوي چې اکثریت وزیران به د پراختیايي بودجې د نه‌مصرف له امله استېضاح کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د وزیرانو استېضاح، د صلاحیت اخیستل او د قانوني سرغړونې په صورت کې عدلي او قضايي ارګانونو ته د هغوی معرفي کول د ولسي جرګې صلاحیتونه دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

مرتضوي زیاته کړه:

"د وزیرانو په اړه چې ولسي جرګه هره پرېکړه کوي موږ یې درناوی کوو او دا د پارلمان صلاحیت دی هغو وزیرانو ته‌یې چې رأیې ورکړي څه ډول چلند ورسره وکړي."

د ښاغلي مرتضوي په خبره د حکومت او پارلمان ګډ کار او تفاهم کولای شي تر ډېره د مهمو پرېکړو په عملي کولو مثبت اغېز وکړي.

ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د رأیو په اکثریت د ۱۳۹۴م مالي کال د قطعیې د رد تر څنګ پرېکړه وکړه، هغه وزیران به استیضاح کړي چې د پراختیايي بودجې له ۷۰ سلنې یې کمه مصرف کړې وي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري وايي، راتلونکې اوونۍ به د ولسي جرګې د رئیسانو په کمېټه کې د وزیرانو استېضاح لپاره مهال‎وېش وټاکي.

ښاغلي غفاري ازادي راډیو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې وکیلان به له سلیقوي او سیاسي چلند پرته د اسېضاح کېدونکو وزیرانو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري

دی وايي:

"راتلونکې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د رئیسانو د کمېټې ناسته لرو او له هغې وروسته به د استېضاح کېدونکو وزیرانو لپاره مهال‎وېش جوړ شي او کله مو چې د وزیرانو ځوابونه واورېدل احتمالاً د هر وزیر په اړه به د وکیلانو قضاوت فرق وکړي."

ښاغلی غفاري وايي، هغه وزیران چې په قانوني سرغړونې ګرم وپېژندل شي دوی به‌یې عدلي او قضايي بنسټونو ته هم معرفي کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان بیا انتقاد کوي چې د پراختیايي بودجې نه‌مصرف هر کال تکرارېږي خو حکومت او ولسي جرګه‌یې د مخنیوي لپاره اساسي اقدامات نه‎کوي.

اقتصادي کارپوه سیف‌الدین سیحون وايي، د پراختیايي بودجې نه‌مصرف د نورو ګڼو ستونزو تر څنګ د افغانستان د پرمختګ مخه هم ډب کړې ده.

اقتصادي کارپوه سیف‌الدین سیحون
اقتصادي کارپوه سیف‌الدین سیحون

ښاغلي سیحون زیاته کړه:

"که بودجه نه‌مصرفېږي د فقر د پراختیا، د بنسټیزو کارونو او پروژو نشتوالی او د فقر او پرمختګ خنډونه په افغانستان کې تلپاتې کېږي."

ښاغلی سیحون وايي، د افغانستان پراختیايي بودجه د نړیوالو ډونرانو له هغو مرستو تمویلېږي چې د پلان او ځانګړو طرحو له مخې حکومت ته ورکول کېږي خو د ځینو مسؤلینو د بې‌کفایتی او لازمو ظرفیتونو د نشتوالي له کبله هر کال په میلیونونو ډالر په دې برخه کې ضایع کېږي چې باید مخه‌یې ونیول شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG