د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان یونسکو ویلي چې د نړۍ په سطح په هرو پنځو ورځو کې یو خبریال وژل کېږي.
یاد سازمان نن چهارشنبه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه یو تازه راپور خپور کړی چې پهکې راغلي په نړۍ کې په هرو پنځو ورځو کې یو خبریال وژل کېږي.
دا راپور د خبریالانو په وړاندې د تاتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی دی.
د یونسکو سازمان دغه نوې موندنې ښیي چې په تېرو لسو کلونو کې ۸۲۷ تنه خبریالان وژل شوي دي چې ۱۱۵ تنهیې یوازي د تېر میلادي کال دي.
یاد سازمان وايي چې ۲۰۱۵ میلادي کال د تېرې یوې لسیزې په موده کې د خبریالانو لپاره دوهم خونړی کال وو.
یونسکو زیاتوي، سوریه او عراق د خبریالانو لپاره تر ټولو ډېر خطرناک هېوادونه دي چې د راپور له مخې په ۲۰۱۴ کال کې ۲۴ او په ۲۰۱۵ کال کې ۲۳ خبریالان پهکې وژل شوي دي.
وروسته له هغه چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ۲۰۱۴ کال کې په دغو هېوادونو کې د دوی په وینا خلافت جوړ کړی دی، هلته ډېری خبریالان د همدې ډلې لهخوا اعدام شوي دي.
اوکراین او افغانستان هم په ۲۰۱۴ کال کې د خبریالانو لپاره خطرناکه هېوادونه بلل شوي دي چې په دغه کال کې په اوکراین کې ۷ تنه او په افغانستان کې ۵ تنه ووژل شوو.
په پاکستان کې بیا په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ دواړو کلونو کې څلور تنه خبریالان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان وایي، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې نورې پېښې لکه تښتونه، په خپل سر نیونې، ځورونې او بېلا بېل ازار او اذیت لا هم په دغه راپور کې نهدي واضح شوي.
د دغه سازمان په خبره ډېری قربانیان سیمهییز خبریالان دي چې په هغوی کې فریلانسر یا ازاد خبریالان شامل دي چې په خپلواکه توګه کار کوي او ډېری وخت خوندي نهوي.
یونسکو دغه ډله خبریالان د رسنیو تر ټولو ډېره زیان منونکي برخه بولي.