د عراق صدراعظم حیدرالعبادي موصل ښار کې د اسلامي دولت په نوم د افراطي وسلهوالې ډلې یا داعش پر غړو غږ کړی چې یا تسلیم شي او یا ووژل شي.
د عراق امنیتي ځواکونه پرون دوشنبه د موصل ښار لمنو ته ورسېدل.
رپوټونه وايي، کله چې د عراق امنیتي ځواکونه د ختیځ له لوري د موصل د مسیحیانو سیمې برطله ته ورسېدل، د داعش وسلهوالو پر هغوی د «آر. پي. جي» او هاوان ګولۍ اورولې.
د داعش پر وسلهوالو پرون هوايي حملې هم شوي دي.
عراق کې د ترورېزم ضد ځانګړو ځواکونو یوه قوماندان منتظر سلیم ویلي چې پهکې د داعش یو مهم کلی بازوایا نیول شوی دی.
دا کلی له ختیځ لوري موصل ښار ته په لار کې پروت دی.
دې عراقي پوځي ویلي چې د موصل ښار بېرته نیول د دوی ځواکونو ته د غیرت خبره ده او ښايي تر هغه مخکې چې اټکل شوی و، دا ښار د داعش له وسلهوالو ونیول شي.
د موصل په څنډو کې څو نورې سیمې لکه کوکجلي، تلعفر او حمامالعلیل سیمې هم له داعشه نیول شوي چې له لوېدیځ، ختیځ، جنوب او شماله دې ښار ته د هغوی پرمختګ څرګندوي.
موصل کې د عراقي ځواکونو یوه ډګروال مصطفیالعبیدي پرون پر راډیو اعلان وکړ چې په احتیاط په بازوایا سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي او د داعش وسلهوال د ښار منځنیو سیمو ته د تېښتې هڅې کوي.
د عراق صدراعظم حیدر العبادي چې "ډګر کالي" یې اغوستي و، پرون د دې هېواد پر دولتي ټلوېزیون په وینا کې د داعش پر غړو غږ وکړ چې وسلې امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړي.
صدراعظم العبادي موصل ښار ته نېږدې د هوايي ځواکونو اډې ته هم ورغی.
د عراق صدراعظم وویل:
"که خدای کول، د ښامار سر به پرې کړو، هغوی د تېښتې لار نهلري نو باید تسلیم یا ووژل شي."
د موصل ختیځو سیمو کې عراقي ځواکونو پرون د داعش د مقاومت لیکې ماتې کړي.
د عراق امنیتي ځواکونو تقریباً دوه اوونۍ مخکې د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پيل کړل خو قوماندانانو مخکې له مخکې خبرداری ورکړی و چې د داعش د دې مرکز نیول به وخت ونیسي.
موصل ښار په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د داعش وسلهوالو ونیو او دا په عراق کې د داعش تر ټولو ستر مرکز بلل کېږي.
عراقي ځواکونو دا خبر رد کړی چې دوی د ښار منځ ته رسېدلي خو وايي چې ډېر ژر به د موصل ښار زړه ته ورننوځي.
د موصل د بېرته نیولو لپاره د دې پوځي عملیاتو جنوبي جبهه کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلافي ځواکونه د عراق د امنیتي قواوو هوايي ملاتړ کوي.
دا په وروستیو کلونو کې د عراق امنیتي ځواکونو تر ټولو پراخ پوځي عملیات ګڼل کېږي.
د موصل ښار د نیولو لپاره له شمال او ختیځه د عراق د کُردانو ملېشه ځواک یا پېشمرګه پوځي عملیات کوي او ویل کېږي چې زیاتې سیمې یې له داعشه نیولې دي.
د الحشدالشعبي په نوم ملېشه ځواک چې زیات غړي یې د ایران ملاتړ کوونکي شیعهګان دي، د موصل ښار د نیولو لپاره په دې عملیاتو کې مهمه ونډه لري.
د اوونۍ په پيل کې دې ملېشو هم جبهوي جګړې ته زور ورکړی او پرمختګونهیې کړي دي.
د دوی هدف د تلعفر سیمه ده څو د موصل ښار او د سوریې د سرحدي سیمو تر منځ د داعش د اکمالاتو لارې پرې کړي.
تلعفر د موصل په لوېدیځه څنډه کې د سوریې له سرحد سره نښتې پرته ده.
داسې ګڼل کېږي چې د تلعفر له نیولو سره به ملېشه قواوې د داعش پر وسلهوالو چې په موصل کې عملیات کوي، د اکمالاتو او ان سوریې ته د هغوی د تېښتې لار بنده کړي.
د دې شیعه ملېشو مشرتابه ویلي چې دوی موصل ښار ته چې ډېری خلکیې سُنیان دي د ننوتلو پلان نهلري خو یو شمېر قوماندانانو یې د دې وینا مخالفې څرګندونې کړې دي.
د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواک وايي چې د موصل سقوط به د داعش لپاره ستره ماته وي او که دا ښار ونیول شي، داعش به په عراق کې هېڅ اساسي مرکز ونهلري.
ائتلافي قواوې وايي چې عراق او سوریه کې د داعش د دوهم اصلي مرکز رُقه ښار د نیولو لپاره هم تیاري روانه ده.
د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې سوریه کې د رقه ښار د نیولو لپاره عملیات به ډېر ژر پيل شي.