د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

غني: نه مې خپله عدلي او قضايي چارو کې مداخله کړې او نه بل پرېږدم


ولسمشر غني وايي، لویه څارنوالۍ باید د ده په ګډون هر هغه څوک چې له قانونه سرغړونه کوي حساب ورسره وکړي.

ولسمشر غني نن دوشنبه په کابل کې د څارنوالانو په څلورم ملي کنفراس کې وویل چې دی د عدلي او قضايي سکټور پر استقلالیت باور لري او له همدې کبله‌یې نه په خپله د دوی په چارو کې مداخله کړې او نه به چا ته د مداخلې اجازه ورکړي.

ښاغلی غني وايي:

"د دولت له ټیټ رتبه مأموره تر ما پورې ټول د قانون تابع یو، لوی څارنوال او قاضي‌القضات صیب که وړوکي قانون شکني مو په ما او یا زما اطرافیانو کې ولیده اول له موږ څخه شروع وکړئ."

د ښاغلي غني په باور په عدلي او قضايي چارو کې مداخله جرم دی او لوی څارنوال حق لري چې مداخله کوونکي محاکمه کړي.

دی وايي:

"زه د عدلي او قضايي سکټور پر استقلالیت باور لرم نه‎مې خپله د دوی په چارو کې مداخله کړې، نه‌یې کوم او په راتلونکي کې به‌یې هم ونه‎کړم او نورو ته هم ستاسو په کاري امورو کې د مداخلې اجازه نه‌ورکوم، د عدلي او قضايي چارو په تصمیم نیونه کې هر ډول مداخله جرم دی او لوی څارنوال صیب تاسو حق لرئ چې هر څوک چې جرم کوي محاکمه‌یې کړئ."

ولسمشر غني همداراز ټینګار وکړ چې سیاسي کړکېچونه باید په هېڅ وجه د عدلي او قضايي سکټور پر چارو اغېز ونه‎کړي او د هېواد سیاسي مشرانو ته هم په کار ده چې د اصلاحاتو ملاتړ وکړي.

څه موده وړاندې ولسمشر غني د لوړ رتبه چارواکو د فساد د دوسیو د څېړولو په هدف عدلي او قضايي مرکز جوړ کړ چې د دغه مرکز د مسؤلینو په خبره د لویو مفسدینو د دوسیو څېړل د دوی د کار په لومړیتوب کې شامل دي.

ښاغلي غني په داسې حال کې د قانون پر تطبیق ټینګار کوي چې تازه د یوه نړیوالې سروې له مخې افغانستان په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې قانون په‎کې نه‌تطبیقېږي.

غني: نه خپله عدلي او قضايي چارو کې مداخله کوم او نه بل پریږدم
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

په ورته وخت کې د افغانستان لوی څارنوال بیا وايي، دا لوړپوړي چارواکي او مخور دي چې په افغانستان کې له قانونه سرغړونه کوي.

محمد فرید حمیدي د څارنوالانو په دغه څلورم ملي کنفراس کې چې د دوشنبې په ورځ په ارګ کې جوړ شوی و، وویل چې له دې وروسته له قانونه د سرغړونې او د فساد په برخه کې لویه څارنوالۍ هېڅ زغم نه‎لري.

د ښاغلي حمیدي په خبره د قانون تطبیق او د فساد سره د مبارزې په برخه کې راتلونکې اوونۍ د عدلي او قضايي مرکز له لوري د یوه لوړ رتبه څارنوال چې په فساد تورن دی محکمه په علني توګه جوړیږي.

محمد فرید حمیدي
محمد فرید حمیدي

دی وايي:

"اولینه قضیه هم د یوه لوړ رتبه څارنوال ده، موږ دا ډاډ د افغانستان خلکو ته ورکوو چې د فساد پر وړاندې مبارزه لومړی له خپله ځانه پیلوو، چارواکي، لوړ رتبه مأمورین او هغه کسان چې فساد کوي له بده‎مرغه همدوی له قانونه سرغړونه هم کوي."

ښاغلی حمیدي وايي، له دې وروسته هېڅ‌څوک نه‎شي کولای افغانستان کې له قانونه تېښته وکړي او که بیا هم لوړپوړي چارواکي او مخور یې په چارو کې مداخله وکړي دوی به‌یې نومونه افشا کړي.

لوی څارنوال همداراز په ټینګار سره دا وویل چې په افغانستان کې د عدالت ټینګښت نېغ په نېغ امنیت پورې تړلې موضوع ده او د عدالت له تأمینولو پرته د ثبات ټینګښت او ټولنیز پرمختګ ستونزمن دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG