د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

مزارشریف کې د «بلخ صنعتي او زراعتي نندارتون» پرانیستل شو


په مزارشریف کې «د بلخ صنعتي، تجارتي او زارعتي نندارتون» په نوم درې ورځنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

دا نندارتون د «زارعتي پراختیا د صندوق» په مالي مرسته او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ پرانیستل شوی دی.

په دې نندارتون کې څه باندې سل غرفې نندارې ته ایښودل شوي چې په‌کې د شمال زون د ښځو لاسي صنایع، د بلخ ولایت زراعتي او لبنیاتي محصولات او د منځنۍ اسیا هېوادونو وارداتي تولیدات هم په‌کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر ارش یونسي وايي چې له دې نندارتون څخه‌یې د پرانیستې هدف دا دی، تر څو کورنیو زراعتي او تجارتي محصولاتو ته بازار پیدا کړي او د ښځینه سوداګرو اقتصادي وضعیت پراختیا ومومي.

یونسي یې په اړه وویل:

"له دې نندارتون څخه اول هدف دا دی چې د زراعت او تجارت په برخه کې خپلو محصولاتو ته بازار پیدا کړو، دوهمه هڅه مو دا ده چې کومې ښځې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي د دوی اقتصادي وضعیت ښه شي تر څو وکولای شو، محصولات‌یې وپلورو."

ښاغلی ارش وايي، دا مهال په هېواد کې د نا امنیو له امله د کورنۍ پانګونې سطح راکمه شوې خو وايي، هڅه کوي تر څو د دا ډول نړیوالو نندارتونونو په جوړولو سره افغان سوداګر په کور دننه پانګونې ته وهڅوي.

په دې نړیوال جوړ شوي نندارتون کې علاوه پر دې چې څه باندې سلو غرفو کې د زراعتي محصولاتو او لبنیاتو نمونې نندارې ته وړاندې شوي، له دې ۱۰۰ غرفو څخه‌یې ۲۰ غرفې د بلخ د سوداګرو ښځو تجارتي محصولاتو ته هم ځانکړي شوي دي.

دا ښځې وايي چې خپلو لاسي صنایعو ته د بازار موندنې په خاطر راغلي او دا ښه موقع ده چې وکولای شي یو نړیوال یا هم دایمي مشتري پيدا کړي چې د قرارداد په ترسره کولو سره په متواتر ډول خپل تولیدات بازار ته وړاندې کړي.

​ماري مشفق یوه له همدې سوداګرو ښځو څخه ده، هغه د دا ډول نندارتونونو د مؤثریت په اړه وايي:

"دا نندارتون زیات تأثیرات لري او کله چې دلته راځو له مختلفو سوداګرو سره اشنا کېږو او کولای شو چې مختلف قراردادونه ترلاسه وکړو."

د یادولو ده چې د بلخ دا صنعتي، تجارتي او زراعتي نړیوال نندارتون د مزارشریف په سینا ستډیوم کې جوړ شوی او تر درېیو ورځو به هم دوام وکړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG