د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

سرنوشت: ځیني هېوادونه افغانستان کې د مسکو ضد جبهه پرانیزي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننۍ ګڼو کې هم په افغانستان کې د داعش ډلې حضور او په تړاو یې د بېلابېلو اندېښنو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د شنونکو په حواله په یو مطلب کې لیکلي چې ځیني هېوادونه په افغانستان کې د داعش په وسیله د مسکو ضد نوې جبهه خلاصوي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، شنونکي وايي سوریه او عراق کې د داعش تر ځپل کېدلو ورسته اوس دغې ډلې ته په افغانستان کې زمینه سازي کېږي او د منخنۍ اسیا د هېوادونو له لارې د روسیې پولو ته رسېدل غواړي.

په مطلب کې دغه شان د پوهنتون د یو استاد لطیف نظري په حواله لیکلی شوي، داعش یوه بهرنۍ استخباراتي پروژه ده چې په وینا یې که افغانستان د سیمې د هېوادونو اعتماد خپل نه‎کړي ښايي دغه ډله دلته نفود وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د یادې مسئلې په اړه د افغانستان د مشرانو جرګې اندېښنې راخېستې دي.

هېواد په خپل دغه مطلب کې لیکلي:

که څه هم د مشرانو جرګې اداري پلاوی د داعش پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د جدي اقداماتو خبره کوي خو د دغې جرګې ځیني غړي د داعش ډلې مخ پر زیاتېدونکو پرمختګونو اندېښمن کړي دي.

په مطلب کې راغلي، د مشرانو جرګې ځیني غړي وايي، که د دغې ډلې د فعالیتونو مخه ونه نیول شي، افغانستان به په سوریه او عراق بدل شي.

په مطلب کې دغه شان راغلي، افغان او نړیوال ځواکونه باید د دغې ډلې د فعالیتونو د مخنیوي لپاره له هرې ممکنې وسیلې کار واخلي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې افغان دولت د داعش په اړه د خلکو خولو ته ګوري چې خلک اعتراضونه وکړي عملیات پیل شي چې خلک غلي شي، داعش د دولت له پامه ولوېږي.

د مطلب د لیکونکي په باور، داعش په ننګرهار کې د قدرت ننداره ښيي خو اصلي ځای یې بدخشان دی او هلته یې ځپل هم بیا ګران دي.

د مطلب د لیکونکي په وینا، افغان دولت باید په بدخشان او تخار کې دقیقې پلټنې پیل کړي او دا لویه او خونړۍ څپه محوه کړي او که د دې لپاره سر له اوسه اقدام ونه‎کړي نو ویره ده چې د بدخشان جګړه به د افغانستان په یوې خطرناکه جګړه واوړي.

XS
SM
MD
LG