د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

ولسي جرګه: د افغانستان شمال کې جنګ د نړیوالو قدرتونو ترمنځ دی


د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي هیڅ شک نشته چې نړیوال قدرتونه د افغانستان په شمال کې په جګړه کې ښکیل دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، په شمال کې د نړۍ د قدرتونو جګړه ده خو اصلي قربانيان یې افغانان دي.

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي وايي، د روسې مخالف هېوادونه په شمال کې د نا امنۍ په رامنځته کولو د منځنۍ اسیا له لارې د روسیې امنیت ګواښي.

انعامي:نړیوال قدرتونه په یو نوع دلته خپل جنګونه لري.
انعامي:نړیوال قدرتونه په یو نوع دلته خپل جنګونه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"نړیوال قدرتونه په یو نوع دلته خپل جنګونه لري له شک پرته یو بل تر فشار لاندې راولي او اخطار ورکوي چې ګواکې تروریزم دې هېواد ته صادروو څو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او نورو ځایونو کې د روسیې د زور مخه ونیسي."

تر دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم اندېښنه ښوولې وه چې داعش غواړي شاوخوا اوه زره سرتېري د افغانستان شمال ته انتقال کړي او په ورته وخت کې یې دا هم ویلي چې د شمال په جګړې کې د سیمې یو شمېر استخباراتي کړۍ لاس لري.

د دې تر څنګ د کندز او بغلان ولایتونه هم په وروستیو کې د سختو نښتو شاهدان وو.

سیاسي کارپوه احمد سعیدي وايي، په شمال کې د پېچلي جګړې دوام د دې ښکاره ثبوت دی چې نړیوال قدرتونه غواړي د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې خپل تقابل ته دوام ورکړي.

احمد سعیدي
احمد سعیدي

نوموړي زیاته کړه:

"زه باور لرم چې د امریکا روسېې، د سعودي عربستان او ایران ترمنځ تقابل چې شته حد اقل شلو تر دیرشو کلو پورې په افغانستان جګړې ته ادامه ورکوي یعنې نور په اینده کې د افغانستان جغرافیه د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د رقابتونو په میدان تبدیل کېږي."

په شمال کې د نړیوالو قدرتونو د تقابل موضوع په کابل کې د قاطع ماموریت له مطبوعاتي دفتر سره مطرح شوې، خو دوی په مشخصاً توګه په دې اړه څه ونه ویل.

په کابل کې د قاطع ماموریت له مطبوعاتي دفتره ازادي راډیو ته په استول شوي برېښنالیک کې ویل شوي چې افغان ځواکونه په شمال کې په ښه توګه وضعیت کابو کوي او ناټو به هم په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

له دې ټولو سره سره د پوځي چارو کارپوه جنرال صفت الله همت وايي، وروستۍ پېښې دا ښیي چې افغانستان او په خاصه توګه شمال به د نړیوالو قدرتونو د سیالي پر ډګر بدلېږي خو سپارښتنه یې دا ده چې افغانان باید په ملي یوالي د دغه ستر مشکل مخه ونیسي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG