د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

خوست کې پولیسو له خلکو د همکارۍ زیاتېدو غوښتنه وکړه


د خوست امنیتي چارواکي له خلکو غواړي چې د امنیت په ټېنګښت او د عامه نظم په تامین کې له پوځي ادارو او په ځانګړي ډول پولیسو سره خپله همکاري زیاته کړي.

بل لوري ته د خوست یو شمېر دیني عالمان هم ټېنګار کوي چې که پولیس له خلکو سره عادلانه او صادقانه چلند وکړي او خپلې دندې په ښه توګه سرته ورسوي نو د اساسي قانون بشپړ حاکمیت ته به لاره خلاصه شي.

دوی یادې څرګندونې په هغو مراسمو کې وکړې چې په خوست کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د ۶۲ پولیسو د فراغت په مناسبت جوړ شوي و.

د پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان سمونمل شېر محمد ازادي راډیو ته د پولیسو د فراغت په اړه وویل:

د خوست د پولیسو روزنیز مرکزنه ۶۲ پولیس فارغ شول.
د خوست د پولیسو روزنیز مرکزنه ۶۲ پولیس فارغ شول.

"۶۲ سرتېري د پولیسو په روزنیز مرکز کې تر زده کړو وروسته د مسلکي پولیسو لیکو ته معرفي شول، دوی د زده کړو پر وخت پولیسي میتودونه، وسله او د وسلې فن، د بشري حقونو مسالې او نورې د مجربو استادانو لخوا دوی ته تدریس شوې."

د خوست یو تن دیني عالم مولوي محمدعارف عرفان پولیس د خلکو سره دوستانه اړیکو ته راوبلل او له خلکو يې وغوښتل چې پولیسو سره په هره برخه کې همکاري وکړي.

مولوي محمدعارف عرفان زیاته کړه:

"تر څو چې پولیس په خپلو دندو کې صادقانه، عادلانه او منصفانه چلند وکړي، هم به د افغانستان د تاریخ ساتلو په خاطر او هم د ټولنې د ښه خدمت د رسېدلو په خاطر به د ټول افغانستان لپاره ویاړ وي، له ځوانانو مې هم هیله داده چې د ملي پولیسو سره اوږه په اوږه ودرېږي، تر څو پولیس خپلې دندې په ښه شان سرته ورسوي او هم اساسي قانون حاکمیت پیدا کړی وي."

د پولیسو له روزنیز مرکز څخه دوه تنو فارغانو د دوی د زده کړو او مهارتونو په باب وویل:

"ډېر ښه استادان مو دي، موږ ته يې ډېر ښه تعلیم راکړ او موږ د خپل هېواد نه د دفاع په خاطر ښه چمتو یو او موږ ښې زده کړې کړي دي.

زما غوښتنه له ملي پولیسو داده چې د ملکي خلکو سره ښه چلند وکړي، ښه رویه وچلوي، د مشکلاتو په وخت کې د خلکو لاس او بازو شي."

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت له خلکو غوښتنه وکړه چې د جرمونو او نا امنیو د مخنیوي په کار کې پولیسو سره خپله همکاري نوره هم ډېره کړي:

"زه امیدوار یم چې زموږ پولیس به د خلکو اعتماد پر ځان باندې پیدا کړي، د خلکو نه مې هم هیله داده چې د پولیسو په لیکو کې د خپلو اولادونو سره همکاري وکړي، د دوی ملاتړ وکړي، له دوی مې هیله داده کوم ځای کې چې پولیس شتون نه لري، هلته جرایم واقع کېږي، د مخنیوي په کار کې دې زموږ سره د تل په شان همکاره وي."

د یادونې وړ ده تر اوسه د پولیسو د رونیز مرکز له دوولسو دورو خواوشا یوولس سوه پولیس د لنډ مهالو زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

کتونکي وايي، کچېرې د پولیسو د زده کړو پروګرامونو لپاره له دریو میاشتو ډېره موده وټاکل شي، نو د پولیسو په لیکو کې به پوځي دسپلین پیاوړی شي او خلکو سره به يې په سلوک کې هم ښه والۍ راشي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG