د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

روسیې د بشري حقونو د څوکۍ په له لاسه ورکولو خوشیني ښودلې


روسي چارواکو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د څوکۍ په له لاسه ورکولو خواشیني ښودلې او ژمنه یې کړې چې راتلونکې کال کې به مسکو بېرته دا څوکۍ تر لاسه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویټالي چورکین د جمعې په ورځ د خپلو ختیځو ګاونډیو کروشیا او هنګري له خوا د بشري حقونو د شورا لپاره په رای ورکولو کې د روسیې ماتې ته په اشارې وویل ​"موږ دمې ته اړتیا لرو.​"

نوموړي ویلي چې کروشیا او هنګرې سره د دوی کم مساحت مرسته وکړه ځکه دوی د روسیې هومره د نړیوالې ډیپلوماسۍ بادونو ته نه دي مخ.

روسیې، کروشیا او هنګري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د دوو سیمه ییزو څوکیو لپاره چې په نړۍ کې د بشري حقونو د سرغړاویو په اړه څارنه او څېړنه کوي یو بل سره سیالي کوله.

په دې اړه په رای ورکولو کې هنګري ۱۴۴، کروشیا ۱۱۴ او روسیې ۱۱۲ رایې تر لاسه کړې.

د مسکو لوړ پوړې ډیپلوماټ د رایې ورکولو په پای کې وویل،​"رایې ډېرې سره نږدې وې ،موږ څو کاله په دې څوکۍ پاتې شوي یوو او زه باوري یم چې بېرته به یې ترلاسه کړو. ​"

د روسیې د پارلمان یو شمېر غړو چې روسي رسنیو ورسره مرکې کړي د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي متحدینو ته یې ګوته نیولې چې د دوی په وینا مسکو ته د ډیپلوماټیک ګوزار لپاره یې د پردې تر شا کار کړی دی.

دوی دا د هغه کمپاین یوه برخه بللې چې لویدیځ غواړي په سوریه او اوکراین کې د روسیې د اقداماتو له کبله دې هېواد ته سزا ورکړي.

سره د دې چې امریکايي چارواکو په دې کار کې د لاس لرلو مسؤلیت نه دی منلی، په خصوصي توګه یې رسنیو ته ویلي، دوی په هغه پیغام خوشاله دي چې دې رای ورکولو مسکو ته واستوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د ملګرو ملتونو د غړو مننه کړې چې د امریکا متحده ایالات یې د هغو ۱۴ هېوادونو په ډله کې شامل کړي چې د بشري حقونو دې شورا کې غړیتوب لري.

د بشري حقونو تر اتیاوو زیاتو ډلو دا نه ده پټه کړې چې دوی روسیه هدف ګرځولې وه او له دې رایې ورکولو راضي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار د ادارې مشر لویز چاربونیو ویلي، د ملګرو ملتونو غړو کرملین ته د یو داسې رژیم د ملاتړ په خاطر چې په سوریه کې د پراخ قساوت سبب شوی قوي پیغام واستوه.

سعودي عربستان، چین ، کیوبا او مصر چې دا هېوادونه هم بشري حقونو ډلې د بشري حقونو په سرغړاویو پړه بولي بیا وتوانېدل چې بېرته په خپلو څوکیو انتخاب شي.

XS
SM
MD
LG