د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

سیګار: څه د پاسه یو میلیارد ډالر د مفسدینو له خوراکه بچ شوي


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا له ځانګړي سرمفتش جان سوپکو سره په ارګ کې ولیدل او دواړو خواوو په افغانستان کې اداري فساد سره د مبارزې پر څرنګوالي بحث وکړ.

دغه راز په دې لیدنه کې د بروکسل او وارسا په وروستیو کنفرانسونو کې د افغانستان په لاسته راوړنو خبرې وشوې.

جمهور رئیس غني د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا له ځانګړي سرمفتش سره
جمهور رئیس غني د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا له ځانګړي سرمفتش سره

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته د دې لیدنې په اړه وویل:

"دواړو خواوو افغانستان کې د اداري فساد پرضد د ملي یووالي د حکومت د مبارزې هڅې وستایلې. د افغانستان بیارغاونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي سرمفتش د وارسا او بروکسل د کنفرانسونو د بریالي پای څخه خوښي څرګنده کړه او د افغانستان د بیارغاونې لپاره یې د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار د وروستیو رپوټونو په باب جمهور رئیس ته معلومات ورکړل."

د جمهوري ریاست د ارګ اعلامیه زیاتوي چې د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو له فساد سره د مبارزې برخه کې د افغانستان حکومت له هڅو ملاتړ څرګند کړ ویې ویل، له اداري فساد سره مبارزه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي سرمفتش په بریالیتوب سره د وارسا او بروکسل کنفرانسونو د ترسره کېدو له امله خوښي وښوده او د سیګار ادارې د وروستیو راپورونو په اړه یې د هېواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

جمهور رئیس اشرف غني افغانستان کې د سیګار یا د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي ادارې فعالیتونه وستایل وې ویل، د افغانستان حکومت خلکو او نړیوالو شریکانو ته د ژمنې سره سم له اداري فساد سره مبارزه کې هڅه کوي او په دې لړ کې لاسته راوړنې هم لري.

جمهور رئیس له یادې ادارې څخه د ډیټابېس سیسټم په جوړونه کې همکاري وغوښته.

له اداري فساد سره د مبارزې کارپوهان د سیګار یا د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي ادارې هڅې حیاتي بولي.

د اداري فساد پرضد د افغاني شبکې رئیس محمد شفیق همدم
د اداري فساد پرضد د افغاني شبکې رئیس محمد شفیق همدم

د اداري فساد پرضد د افغاني شبکې رئیس محمد شفیق همدم وایي؛ سیګار په وروستیو کلونو کې د لیدو وړ لاسته راوړنې لري او په تېره د اکمالاتو په سترو قراردادونو کې یې څه د پاسه یو میلیارد ډالره د مفسدینو له خوراکه بچ کړي دي.

ښاغلی همدم وايي:

"د سیګار له ایجاده وروسته، بالخصوص د نوي حکومت د تشکیل نه راپدیخوا، سیګار داسې وايي چې له یو میلیاردو ډالرو نه ډېر د اداري فساد مخنیوی په لویو قراردادونو کې شوی. بالخصوص په تیلو او د دفاع وزارت او داخلې وزارت په قراردادونو کې."

محمد شفیق همدم زیاتوي، څرنګه چې سیګار د امریکا د کانګرس له‎خوا جوړ شوی او مستقیماً کانګرس ته راپور ورکوي، له لوړ او پراخ صلاحیته برخمن دی.

ښاغلی همدم وایي؛ که څه هم سیګار یا د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې تخنیکي، سیاسي او ان بودجوي ستونزې لرلي خو د څو وروستیو کلونو په اوږدو کې دغې ادارې په افغانستان کې د روڼتیا او ښې حکومتدارۍ په برخه کې حیاتي رول لرلی دی.

XS
SM
MD
LG