د ساداتو او وزیرو قومي شوراګانو په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او همیې د جګړو په پای ته رسولو کې د قومونو رول مهم وګاڼه.
د دې شوراګانو د غړو شمېر چې لسګونو ته رسېده د پنجشنبې په ورځیې په کابل په جلا جلا غونډو کې د سولې د روانې پروسې ملاتړ وکړ.
د ساداتو قومي شورا مشر سید پاچا حسیني وویل، حکومت دې د سولې په راوستلو کې قومونو ته مخه کړي.
ښاغلي حسیني وویل، د حکومت او مخالفینو تر منځ په روانو جګړو کې هره ورځ د لسګونو بېګناه خلکو وژل کېدو، ملت بېصبره کړی دی.
ده د جنګ په دواړو خواو غږ وکړ چې د جنګ پر ځای دې د خبرو اترو لارې غوره او عملي کړي.
دی وايي:
"موږ دې ته نور کتلای نهشو، د قضیې له دواړو خواو غواړو چې د درې میاشتو لپاره دې اوربند نافذ کړي، په دې موده کې دولت او مخالف لوری، باید د راتلونکي جنګ لپاره ځان تکمیل او تمویل نهکړي. د دواړو لورو ځواکونه به ځای پر ځای ولاړ او اوربند به نافذ وي."
ښاغلي حسیني ټینګار وکړ چې په دې موده کې دې سولې ته رښتیني هڅې وشي او که په دې مسئله کې په دواړو لورو کې هره خوا پړه وه، قومونه بهیې پر وړاندې ودرېږي.
د ساداتو شورا ویناوالو دا هم وویل چې د سولې عالي شورا د سولې د ټینګښت لپاره لکه څنګه چې د خلکو غوښتنه وه، هغه شان نهده ځلېدلې.
همدارنګه د وزیرو د قومي شورا مشر محمد اکبر سالم وزیري په همدې ورځ د دې شورا د فعالیت د پپل په لومړۍ ناسته کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او ويېویل:
"د وزیرو قومي شورا د دغو اړتیاوو پر اساس جوړه شوې ده، د اسلامي ارزښتونو، د هېواد د استقلال، ملي حاکمیت، واکمنۍ او ملي نوامیسو څخه ملاتړ او درناوی او په هېواد کې د واقعي سولې ملاتړ."
بلخوا د سولې عالي شورا وايي، که څه هم دغې شورا د سولې لپاره کار کړی خو که دغه شوراګانې کوم نظر ولري، دوی بهیې ومني.
د دې شورا د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل:
"د سولې موضوع ډېره پېچلې ده او څوک د دې لوبې لوبغاړي دي، بیا قضاوت کېدای شي چې څه باید شوی وی چې نهدي شوي. موږ د خلکو له ارادو سره سم حرکت کړی او د مشورو دروازه مو خلکو ته خلاصه پرې ایښې ده."
د ساداتو او وزیرو شورا مشرانو دا هم وویل، حکومت تر ډېره د یاد قومونو تعلیمي، روغتیايي، اقتصادي او فرهنګي برخو ته لازم پام نهدی کړی.
دوی وویل، که حکومت د دغو قومونو ستونزې هوارې کړي، د هېواد په پرمختګ او پراختیا او دغه شان د سرتاسري سولې د ټینګښت په برخه کې به د حکومت یو پیاوړی مټ واوسي.