د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

کونړ ولایت کې د القاعدې ډله فعالیت لري؟


د کونړ سیمه‌ییز چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د څلورو بهرنیو اتباعو په ګډون چې ګمان کېږي دوه‌یې عربان دي، ۲۶ وسله‎والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو دغه بریدونه د کونړ د غازي‎اباد ولسوالۍ په ۳۰ کېلو مترۍ کې د هیلګل په نوم دره کې د یکشنبې په ماښام شوي دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی ازادي راډیو ته وویل چې په دغه برید کې یو شمېر وسله‎وال مخالفین وژل شوي او د دوی موندنې ښیي چې څلور تنه‌یې بهرنیان او غالباً عربان دي.

ښاغلی کلیمزی وایي، لا تر اوسه پر دې غور کوي چې ایا په وژل شویو عربانو کې د القاعده ډلې مشران هم شته که څنګه؟

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی
د کونړ والي وحیدالله کلیمزی

دی وايي:

"زموږ د کشفي او استخباراتي ادارو د اطلاعاتو پر اساس تقریباً ۲۶ تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې او له دوو تر څلورو پورې کسان بهرنیان چې غالباً دوه‌یې عربان دي په برید کې وژل شوي، خو موږ لا ډېر باوري نه‌یو چې د امریکا دفاع وزارت دغه خبره څومره دقیقه ده چې وایي په دې برید کې د القاعدې دوه مشران وژل شوي، خو موږ په دې لټه کې یو چې دا موضوع دقیقه کړو."

د امریکا دفاع وزارت وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د القاعدې ډلې دوه لوړپوړي قومندانان‌یې په دغه برید کې وژلي دي.

د دغه وزارت ویاند پیټر کوک ویلي چې دا دوه کسان د افغانستان په شمال شرق کې د القاعدې مشر فاروق‌القحطاني القطري او بلال‌العُطَبي و.

د کوک په خبره فاروق‌القحطاني په افغانستان کې د القاعدې لپاره د امن مرکزونو د جوړولو لپاره مؤظف شوی و.

بلال‌العُطَبي هم د دغو امنو مرکزونو په جوړولو کې ښکېل و چې وکولای شي بهرني جنګیالي په‎کې وروزي او هم له هغه ځایه لوېدیځ وګواښوي.

که څه هم د امریکا پوځ د دغو حملو په اړه د اوونۍ په پای کې څېړنې کوي خو د فرانسې خبري اژانس د پنټاګون د چارواکو په حواله ویلي چې هغوی باوري دي چې د دغو دوو القاعده مشرانو په وژلو بریالي شوي دي.

بل‌خوا د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره تائید کړې چې د امریکایي الوتکو په بریدونو کې د یادو شویو کسانو په ګډون د القاعدې ډلې درې غړي وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره تائید کړې
د افغانستان د ملي امنیت ریاست هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره تائید کړې

له دې سره دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا اوس هم د افغانستان په ځینو سیمو مخصوصاً په کونړ ولایت کې د القاعده ډله فعالیت لري؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترورېزم سره د مبارزې څانګې مشر نجیب امان ازادي راډیو ته وویل:

"له یوې مودې څخه القاعده ډلې بیا د خپلو قواوو په بیا فعالولو پیل کړی او افغانستان‌یې د جغرافیایي موقعیت څخه په استفادې انتخاب کړی دی، خو دا پېلېدنه په دې معنی نه‌ده چې دوی هلته ډېر زیات فعال وي."

په خپله د کونړ والي هم دا خبره نه‌ردوي او وایي دا ولایت ډېره غرنۍ سیمه ده او کېدای شي د دغې ډلې بقایا اوس هم هلته فعالیت ولري.

امریکایي چارواکي وایي، د څو کلونو په ترڅ کې دا په افغانستان کې د دې ډلې په وړاندې د امریکا تر ټولو مهم بریدونه وو.

د امریکایي چارواکو په خبره په دې بریدونو کې دوه بېلابېل مرکزونه په نښه شوي دي او پر هر مرکز څو بمونه غورځول شوي دي.

پیټر کوک په اعلامیه کې ویلي و که دا بریدونه بریالي وو نو د القاعده ډلې د دغو دواړو مشرانو په وژلو سره به د امریکا او د نورو نړیوالو متحدینو په وړاندې د دې ډلې تخریبي هڅې شنډې شي.

دی وايي د افغان متحدینو په وړاندې به ګواښونه له‌منځه ولاړ شي او د افغان چارواکو له هغو هڅو سره به یوه مرسته وي چې غواړي په افغانستان کې د دې ډلې پناه‎ځایونه له‌منځه یوسي.

وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ د سیمه‌ییزو طالبانو په وړاندې پراخ پوځي عملیات پیل کړه، ویل کېږي سلګونه وسله‎وال له پولي څخه د افغانستان خاورې ته واوښتل او هغو ځایونو ته‌یې پناه یوړه چې د افغان طالبانو په واک کې دي.

د امریکا د پوځي چارواکو په خبره امریکایي جنګي الوتکو سږ کال شاوخوا ۷۰۰ هوایي بریدونه کړي چې تېرکال د دغو بریدونو شمېر ۵۰۰ وو او تمه ده چې په راتلونکي کې هم دوام ولري.

XS
SM
MD
LG