د کابل ولایتي شورا یو شمېر غړي او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو ځينې استازي اندېښنه لري چې د ولایتونو ناامنۍ د کابل تر ولسوالیو هم رارسېدلي دي.
د کابل د ولایتي شورا رئیس سید عبدالرحمان هاشمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د کابل په اکثره ولسوالیو کې د وسلهوالو مخالفینو خوځښتونه لیدل کېږي او دا هر وخت چې وي مرکز ته هم رارسېدلی شي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه:
"د کابل په کوهدامن کې د پرتو څو ولسوالیو څخه چې ګلدره، فرزه او استالف دي نورې یې اکثره ناامنه دي، په پغمان، سروبي، موسهي، چهاراسیاب، ده سبز، شکردره او خپله دره یعنې تقریباً په ټولو ولسوالیو کې مخالفین خپل تحرکات لري."
ښاغلی هاشمي وايي چې د وسلهوالو مخالفینو د بریدونو له امله ډېر وخت د کابل ولسوالیو ته تګ ممکن نهوي او په ځينو مواردو کې لیدل کېږي چې وسلهوال مخالفین تلاشي ته راوځي.
دغه شان په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی او د دې جرګې منشي عرفانالله عرفان وايي چې کابل د ګاونډیو ولایتونو د ناامنیو څخه متأثره شوی او په دې اړه اندېښنې له پخوا څخه ډېرې شوي دي.
ښاغلی عرفان زیاتوي:
"بدبختانه نهیوازې دا چې د کابل په ګاونډ پرتو ولایتونو لکه پروان، میدان وردګو، لوګر او نورو کې ناامنۍ ډېرې شوي دي اوس په کابل کې هم داسې اندېښنې ډېرې دي چې مخالفین دلته لار پیدا کوي او موږ وینو چې په کابل کې وسلهوال کسان او خوځښتونهیې ډېر شوي دي."
پایتخت کابل د لوګر، میدان وردګو، پروان، کاپیسا، لغمان او ننګرهار ولایتونو په منځ کې پروت دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې امنیتي پېښې او د افغان ځواکونو او وسلهوالو مخالفینو تر منځ د مخامخ جګړو راپورونه ورکول کېږي.
خو پوښتنه دا ده چې مخ پر زیاتېدونکو دې اندېښنو او ناامنیو ته د کابل د امنیتي چارواکو ځواب څه دی؟
د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې وسلهوالو مخالفینو تل هڅه کړې چې د پایتخت په توګه کابل ناامنه وښيي خو امنیتي ځواکونو په وخت د ډېرو ګواښونو مخنیوی کړی دی.
ښاغلی رحیمي وايي چې په کابل ښار او ولسوالیو کې د لویو نښتو احتمال نهشته خو د ګاونډیو ولایتونو امنیت خامخا د کابل په امنیت خپل اغېز لرلای شي.
رحیمي زیاتوي:
"په دې کې د شک هېڅ ځای نهشته چې د کابل په څنګ کې د پرتو ولایتونو امنیت پر کابل اغېز لري، ولې د پلان له مخې موږ ټولې لارې څارلي دي، په فرعي لارو مو هم پوستې ځای پر ځای کړي دي او زموږ تر څار لاندې دي، مخالفین قطعاً په دې نهدي توانېدلي چې د کابل په مربوطاتو کې مخامخ جګړې وکړي او نههم توانېږي."
د کابل ولایتي شورا رئیس عبدالرحمان هاشمي بیا وايي چې که د کابل امنیت ته له اوسني حالته پاملرنه ډېره نهشي د دې اټکل کېږي چې کابل ته غځېدونکې یو شمېر لویې لارې بندې شي.
خو د کابل د پولیسو مشر وايي چې دوی خپلې پلټنې او د کابل لپاره د امنیت ځانګړی پلان لري.
راپور: یوسف خان ځدراڼ