د امریکا پوځي چارواکي وایي، په افغانستان کې د امریکا د هوایي بریدونو زیاتوالی ښیې چې په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو رول پراخ شوی دی.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشران تمه ښیي چې دغه کار په راتلونکي کې هم دوام ولري.
که څه هم د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپل مأموریت د ختمېدو ژمنه کړې وه او له ژمنې سره سمیې دا اعلان په ۲۰۱۴ کال کې وکړ، خو په افغانستان کې د امریکا یو شمېر پوځي قوماندانانو پر ولسمشر فشار راوړ چې په افغانستان کې د امریکا پر هوایي بریدونو بندیز لیرې کړي تر څو هغوی وکولای شي له افغان ځواکونو سره یوځای د اسلامي دولت ډله او طالبان په نښه کړي.
په افغانستان کې د امریکا د وسلهوالو ځواکونو عمومي قوماندانۍ ویاند چارلس کلېفلېنډ روېټرز خبري اژانس ته ویلي:
"د نویو صلاحیتونو له مخې د امریکا هوايي ځواک دا اجازه لري چې د داعش ډلې پر وړاندې له افغان امنیتي ځواکونو سره په تهاجمي بریدونو کې لا ډېر فعال رول ولوبوي او افغان امنیتي ځواکونو ته لا ډېرې مشورې ورکړي."
د جنرال کلېفلېنډ په خبره له هغو ۷۰۰ هوایي بریدونو څخه چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اکټوبر تر شلمې پورې شوي، تقریباً ۲۴۰ بریدونه د هغه حکم پر اساس شوي چې ولسمشر بارک اوباما د جون په میاشت کې ورکړی وو.
په همدې حال کې افغان چارواکي دغه بریدونه د وسلهوالو مخالفینو په ځپلو کې اغېزمن بولي.
د افغانستان د هوایي ځواکونو قوماندانۍ یو مسؤل جګړن جلالالدین ازادي راډیو ته وویل:
"د څو کلونو په ترڅ کې د ائتلاف ځواکونو لهخوا ترسره شوي پروازونه زموږ لپاره د قناعت وړ و، خو اوس په خپله افغان هوایي ځواک هم د شپې او د ورځې د هوایي عملیاتو وړتیا لري او خلک هم د افغان هوایي ځواکونو له عملیاتو خوښ دي."
امریکایي چارواکي په دې باور دي، که څه هم د افغانستان د هوایي ځواک وړتیا په دې وروستیو کې دوه برابره شوې، خو د دوی په خبره دغه ځواکونه په یوازي سر په افغانستان کې د طالبانو او نورو وسلهوالو ډلو په وړاندې د هوایي بریدونو وړتیا نهلري.