ملګري ملتونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډولونو پر پېچلتیا اندېښنه څرګندوي وایي چې له دغې پدیدې سره د مبارزې په هدف باید په ملي او نړیوالې کچې اقدامات وشي.
د قانون د رول پیاوړتیا، د تبعیض لهمنځه وړل او له تاوتریخوالي سره د مبارزې په هدف د موجوده پالېسیو عملي کول هغه څه دي چې په افغانستان کې د افراطيت په لهمنځه وړلو کې مرسته کوي.
د افغان ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازې «الیزیرا سګنبایوا» د چهارشنبې په ورځ یوې غونډه کې په افغانستان کې له تاوتریخوالي ډک افراطیت پر موجودیت د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې د یادې پدیدې د لهمنځه وړلو لپاره باید ښځو ته ونډه ورکړل شي.
نوموړې زیاته کړه:
"تاوتریخجن افراطیت په افغانستان کې داسې پېچلتیا ته رسېدلی چې له پوځي اقداماتو هاخوا اقداماتو ته اړتیا لري، دغه اقدامات د قانون پر حاکمیت، د تبعیض پر لهمنځه وړلو او له تاوتریخوالي سره د مبارزې د پالېسیو پر عملي کېدو ټینګار کوي."
نوموړې دا څرګندونې د سولې او امنیت په برخه کې د ښځو د ونډې په هدف په کابل کې یوه بحث کې وکړې چې نومیې و، «ښځې او په افغانستان کې له تاوتریخوالي ډک افراطیت.»
ملګري ملتونه وایي، افغان حکومت له تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره ژمنې کړي او عملي کېدلیې ښایي وخت ونیسي.
افغانستان تېر کال د دغه سازمان د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړهلیک د عملي کېدو لپاره د عمل ملي پلان جوړ کړ.
دغه پرېکړهلیک د شخړو د حل او فصل او مدیریت په برخه کې له جګړو د اغېزمنو مېرمنو ونډه تضمینوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې مرستیالې «پانیل کاردیل» هم وویل، ملګري ملتونه له هغو سازمانونو ملاتړ کوي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي هڅې کوي.
نوموړې زیاته کړه:
"د نن ورځې د بحث موضوع دا وه چې ښځې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره څه ډول فعاله ونډه درلودلای شي، د بېلابېلو فعالو افغاني سازمانونو لهخوا ښه نظرونه وړاندې شول او په یوناما کې موږ دې ته ګورو چې څه ډول موږ له دوی څخه ملاتړ وکړو تر څو خپلې اجنډاوې عملي کړي."
په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وایي، ضروري ده چې د سولې او امنیت په ټينګښت کې د افغانستان له ګوټ ګوټ نه ښځو ته ونډه ورکړل شي او په دې کار کې باید ټولې ادارې د ښځو چارو له وزارت سره همکاري وکړي.
نوموړې زیاته کړه:
"موږ مخ پر وړاندې ځو تر څو د سولې او امنیت په ټينګښت کې د ښځو ونډه لکه څرنګه چې ضروري ده، یقیني کړو، خو ټینګار مو دا دی چې موږ دا ډول غونډې په هغو ولایتونو کې هم ولرو چې هلته شخړې اوج ته رسېدلي دي."
ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې له روان تاوتریخوالي د نورو وګړو تر څنګ ښځې ډېرې اغېزمنې شوي دي.
بېسرپرستي، اقتصادي کمزورتیا، د بدن د غړو له لاسه ورکول او داسي نور موارد د تاوتریخوالي په نتیجه کې ښځو ته له اوښتو زیانونو څخه دي.
راپور: محمد قسیم سولهمل