تمه ده په بدخشان ولایت کې سبا د والیبال د روان ټورنمنټ سیالیو وروستۍ سیالۍ ترسره شي.
د بدخشان ولایت ورزشي امر عبدالبصیر نیرومند نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ سبا چهارشنبه د ولسي پولیسو او د فیضاباد د منتخب ټيم تر منځ کېږي.
ښاغلي نیرومند د دغو سیالیو هدف په نوموړي ولایت کې د والیبال ورزش د ودې او پراختیا لپاره د هڅو دوام یاد کړ.