د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

افغان ځوانانو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سپارښتنې


د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت د بېلابېلو مؤسسو په مرسته د ځوانانو او د افراط پالنې ستونزې تر نامه لاندې یو سیمینار پیل کړ.

د دې وزارت د ځوانانو چارو معین د هېواد له ځوانانو وغوښتل چې له افراط پالنې ډډه وکړي او په هېواد کې د امنیت ټینګښت او پرمختګ برخه کې خپل ذهنیت مثبت لوري ته وګرځوي.

د ځوانانو معین کمال سادات د دوشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې ناستې ته وویل چې دوی د اړوندو مؤسسو په مرسته دا ډول پروګرامونه د افراط پالنې په وړاندې د مبارزې او د ځوانانو د لیدلوري بدلولو په هدف پیل کړي دي.

ښاغلي سادات زیاته کړه چې د افراط پالنې مفکوره نه‌یوازې ځوانان د بربادۍ پر لور بیايي بلکې ټولنه هم ناامنه کوي.

سادات: افغان ځوانان دې له افراط پالنې ډډه وکړي او خپل ذهنیت دې مثبت لوري ته بوځي
سادات: افغان ځوانان دې له افراط پالنې ډډه وکړي او خپل ذهنیت دې مثبت لوري ته بوځي

دی وايي:

"د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت د اړوندو مؤسساتو په مرسته د ځوانانو د ذهنیت ښه کولو په خاطر پروګرامونه پیل کړي، د دغو پروګرامونو له مخې ځوانانو ته داسې ذهنیت ورکول کېږي چې دوی د انسان دوستۍ او وطن پرستۍ ذهنیت پیدا کړي، څو افغانستان له دا ډول حالته خلاص شي."

ښاغلي سادات زیاته کړه چې دغه سیمینارونه نمایشي جنبه نه‎لري او د کابل سربېره په څو نورو ولایتونو کې هم عملاً پیل شوي، د ځوانانو ذهنیت بدلول یوازې د مؤسساتو او دغه وزارت کار نه‎دی بلکې خپله ځوانان هم باید په دغې برخه کې مرسته وکولای شي.

د ښاغلي سادات په خبره اوس‌مهال هېواد کې ډېری ځوانان د افراط پالنې د دسیسو قرباني شوي خو وخت‌یې رارسېدلی چې دوی ته د وطن د ابادۍ ذهنیت ورکول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یو شمېر هغه ځوانان چې د پاکستان په قبایلي مدرسو کې یې زده‌کړې کړي هغوی ته د افراط پالنې ذهنیت ورکول شوی او افغانستان ته د ترورېستي کړنو لپاره استول کېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر ځوانانو چې په دغې ناسته کې یې ګډون کړی وو، د دا ډول سیمینارونو جوړول وستایل خو ټینګار یې وکړ چې دغه ډول پروګرامونه هغه وخت ګټور تمامېږي چې عملي بڼه خپله کړي.

د دې ځوانانو څخه دوه تنه محمد عارف او حکیم احمدي داسې وایي:

"موږ باید له افراطه کار وانه‌خلو، افراط د دې سبب کېږي چې موږ ځوانان له‌منځه یوسي زما په نظر دغه ډول کنفرانسونه د ځوانانو لپاره ګټور دي، ځوانانو ته انګېزه ورکوي چې څه ډول له خپل ژونده ګټه واخلي."

"د دا ډول سیمنارونو جوړول ډېر تأثیر د ځوانانو پر روحیه لري."

بل‎خوا د افغانستان د مشرانو جرګې نایبه منشي، نجیبه حسیني وایي، که څه هم د ځوانانو معینیت کارونه په تېرو کلونو کې د قناعت وړ نه‌دي خو که دغه پروګرام په ښه ډول د دوی له‎خوا عملي شي ښايي د ځوانانو او د هېواد د ښه‌والي لپاره ګټور تمام شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG