د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

هېواد: طالبان د سولې په خبرو کې خپلواک نه‎دي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه بېلابېل مطالب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب لیکلي، له قطره پاکستان ته د طالباتو د سیاسي کمېسیون د درې کسیز پلاوی سفر او په یو ډول له افغانستان او د امریکا د یو با صلاحیته استازي سره د دوی د پټو خبرو په تړاو د دوی احضارول په یوه تود بحث بدل شوی دي.

په مطلب کې راغلي، افغان دولت په دې برخه کې غلی دی خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا سفر عادي ګڼلی ځکه د ده په خبره اسلام‎اباد د دغې ډلې همیشنی ملاتړی دی.

د مطلب لیکوال لیکلي، که څه هم په دې وروستیو کې ایران او روسیې سره د طالبانو د نېږدې والي په اړه یو شمېر راپورونه خپاره شوي خو پاکستان هڅه کوي چې طالبان تر خپل کنټرول لاندې ولري.

په مطلب کې دا هم راغلي چې افغانستان سره د طالبانو د سولې د خبرو په برخه کې دغه ډله یوه خوله او یو فکر نه ده، ځکه د لیکوال په باور د یادې ډلې د پوځي څانګې له‎خوا د جګړې پراخول او د سیاسي ډلې له‎خوا یې د سولې د خبرو پر مخ بیول د دوی د دوه خولې توب ښکارندوي کوي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه بیا په پاکستان کې د افغان سفیرحضرت عمر زاخیلوال له خولې لیکلي، پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر ښيي چې دوی د سولې د خبرو توان نه‎لري.

په مطلب کې راغلي چې زاخېلوال دغه شان له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر پاکستان تُنده نیوکه کړې چې لږترلږه یې افغان حکومت ته یې د دغو طالب استازو د سفر او ناستې پهاړه باید خبر ورکړی وای.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم همدې موضوع ته په اشارې سره په خپله سره مقاله کې لیکلي، طالبان د سولې په خبرو کې خپلواک نه‎دي.

په سر مقاله کې راغلي، تر کومه چې طالبان د پاکستان له اغېزځان خلاص نه‎کړي له دوی سره د سولې خبرې بې معنی دي.

ارمان ملي:

ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې بیا د یو شمېرافغان سیاسي کارپوهانو له خولې لیکلي چې طالبان د ژمي په رارسېدلو سره او یا هم چې کله ډېره مرګ ژوبله ور واوړي د سولې خبرو ته لېواله شي، د مطلب د لیکوال په وینا دا هغه دوکه ده چې کلونه کلونه د دوی له‎خوا تکرار شوې ده.

په مطلب کې د کارپوهانو په حواله راغلي چې دولت که د سولې دروازې پرانېستي نو د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې دې عملیات هم دغه شان روان وساتي او د هغوی پر وړاندې جګړه دې نه دروي.

XS
SM
MD
LG