د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

نېکلسن د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ګڼ لاملونه په ګوته کړل


جنرال جان نېکلسن چې افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت عمومي قومندان دی وايي، تېر کال افغان امنیتي ځواکونو درانه تلفات ګاللي او سږ کال د دوی د مرګ ژوبلې شمېر له تېر کال سره سم او یا له هغې هم یو څه زیات دی.

دې امریکايي جنرال ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې لوړې شمېرې اندېښمن کړي دي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ د «اېن، بي، سي» نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې د افغان ځواکونو د تلفاتو د لوړې شمېرې یوه برخه ملامتي په مستقیمه توګه د دوی د مشرتابه پر غاړه ده.

نوموړي په دې برخه کې د افغان پولیسو یادونه وکړه او ویې‌ویل چې په ملي اردو کې هم په کمه اندازه دا ستونزه موجوده ده.

پر مشرتابه سربېره نوموړي افغان امنیتي ځواکونو ته د تجهیزاتو او اکمالاتو د نه‌رسېدو ستونزه هم د دوی د درنې مرګ ژوبلې یو سبب بللی دی.

افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن
افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن

د جنرال نېکلسن په وینا ځوان افغان سرتېري د جګړې په ډګر کې ناکام نه‌دي، بلکې ناکامي دوی ته د تجهیزاتو او اکمالاتو د رسولو په وړتیا کې ده.

نوموړي ویلي چې یو شمېر افغان پولیس په خپلو پوستو کې د مهماتو، خوړو او ان د اوبو له کمښت سره هم مخ دي چې دا ستونزې د دوی د درنو تلفاتو سبب شوي دي.

افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت قوماندان همدارنګه د «اېن، بي، سي» نیوز ټلوېزیوني شبکې ته په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه ویلي چې دا ډله هڅه کوي په افغانستان کې دننه د خراسان په نوم خلافت جوړ کړي.

نوموړي د داعش هڅه په اساسي توګه یو غیر افغاني حرکت بللی او ویلي یې دي چې په دې ډله کې یې بهرني جنګیالي په ځانګړي توګه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ او د پاکستان د طالبانو د تحریک غړي لیدلي دي.

جنرال نېکلسن وايي، افغانانو د داعش هڅې په افغانستان کې په بشپړه توګه رد کړي.

د نوموړي په وینا د داعش عمومي فلسفه د افغانانو له کلتور سره اړخ نه‌لګوي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغان امنیتي ځواکونو سره‌یې په ګډه په دې وروستیو کې د داعش څخه ډېرې سیمې پاکې کړي او د دوی د مشرانو په ګډون‌یې د دې ډلې ګڼ شمېر وسله‎وال په عملیاتو کې وژلي.

افغانستان کې دا لوړ پوړی امریکايي قومندان په داسې حال کې د داعش وسله‎والې ډلې د فعالیتونو په اړه څرګندونې کوي چې دې وسله‎والې ډلې په وروستیو ورځو کې یو وار بیا د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو او افغان امنیتي ځواکونو خلاف بریدونه پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG