د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

پاراالمپیک مسؤلان وايي، دغه فدراسیون زیاتو ستونزو سره مخ دی


د پاراالمپیک یا د معلولینو د فدراسیون مسؤلان وايي چې د حکومت د نه‎پاملرنې له امله دغه فدراسیون د زیاتو ستونزو سره مخ دی.

د دغه فدراسیون د کورنیو او بهرنیو سیالیو مسؤل کبیر خوشبین نن ازادي راډیو ته وویل چې د امکاناتو نشتون، د ښځینه او نارینه لوبغاړو لپاره د ورزشي وسایلو لپاره د بودیجې نشتوالی او د مسؤلانو د نه پاملرنې له امله دغه فدراسیون لازم پرمختګونه نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سره صلیب کمېټه له څو کلونو راهیسې د معلولو لوبغاړو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

د ښاغلي خوشبین په خبره د سره صلیب کمېټې د څو کلونو هڅو له امله تمه ده چې د پارا المپيک فدراسیون لوبغاړي په بهرنیو لوبو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG