د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

زاخېلوال: طالبان په خپله د سولې خبرو د مخته وړلو توان نه‎لري


پاکستان کې افغان سفیر وايي، د کډوالو او بندیانو د ستونزو په اړه خبرې د طالبانو دنده نه‌ده بلکې پاکستان ته د هغوی سفر ښيي چې د سولې د خبرو توان نه‌لري.

ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال تېره شپه ازادي راډیو ته تائید کړه چې د طالبانو ځینو استازو له قطره اسلام‎اباد ته سفر کړی او ځینې نور بیا له کوټې ورغلي دي.

ښاغلي زاخېلوال زیاته کړه:

"اسلام‎اباد ته راغلي دي هم له قطره او هم کېدای شي چې د کوټې څخه راغلي اوسي. زیات تشریحات ما سره نه‌شته چې د کومو خبرو لپاره. دوی دا هم ویلي چې د بندیانو یا د کډوالو د مشکلاتو په اړه خبرې کوو چې هغه قطعاً د دوی کار نه‎دی. فکر نه‌کوم چې د دوی خبرې د پاکستان له حکومت سره په دې اړه وڅرخېږي. دا زیاتره دا ښيي هلته تګ او هغوی په اعتماد کې اخیستل په دې معنی ده چې کېدای شي په دوی کې دا توانمندي ونه‎اوسي چې د سولې او یا نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي."

زاخېلوال: ځینو طالب استازو له قطره اسلام‎اباد ته سفر کړی
زاخېلوال: ځینو طالب استازو له قطره اسلام‎اباد ته سفر کړی

ښاغلي زاخېلوال پر پاکستان تند انتقاد وکړ چې لږ تر لږه‌یې افغان حکومت ته د دغو طالب استازو د سفر او ناستې په اړه خبر هم نه‌دی ورکړی.

د طالبانو ویاند ذبیح‎الله مجاهد رسنیو ته تائید کړې چې یو پلاوی یې له قطر نه اسلام‌اباد ته تللی خو یوازې په کډوالو او بندیانو خبرې کوي د سولې مسئله‌یې نه‎ده مطرح کړې.

اخوا د پاکستان صدراعظم د بهرني سیاست سلاکار سرتاج عزیز د شنبې په ورځ د ازادي راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې پاکستان ته د طالبانو د وروستي سفر په اړه بې‌خبري وښوده خو ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت او طالبانو په قطر کې مهمې خبرې کړي.

د پاکستان صدراعظم د بهرني سیاست سلاکار سرتاج عزیز
د پاکستان صدراعظم د بهرني سیاست سلاکار سرتاج عزیز

ښاغلي عزیز زیاته کړه:

"رپورټونه مې کتلي دي خو نه‌یې شم تائيدولی ځکه چې زه په دې اړه له تفصيلاتو خبر نه‌يم. ټول د دې لپاره طالبانو سره تماسونه لري چې خبرو ته‌يې وهڅوي. نو کېدای شي يو څه رابطې شوې وي خو فکر کوم تر ټولو مهمې خبرې په قطر کې شوې دي."

یوې حکومتي سرچینې ازادي راډیو ته دا تائید کړې وه چې په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ خبرې شوې دي.

اخوا ډان پاکستانۍ نشریې په یوه مطلب کې د پاکستان د یوه امنیتي مقام په حواله چې نوم‌یې نه‌دی اخیستلی ویلي چې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ تازه خبرې شوې دي.

د دغه مقام په خبره پاکستان یوازې په ګاونډي هېواد کې د سولې د راتلو لپاره خپل رول ادا کړی دی.

قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، مولوي شهاب‌الدین دلاور، مولوي جان محمد مدني او ملا عبدالسلام په هغه پلاوي کې شامل دي چې له دوحې څخه پاکستان ته تللي دي.

اخوا افغان سیاسي کارپوه فیض محمد ځلاند وايي، د طالبانو استازي د دې لپاره اسلام‎اباد ته تللي چې له افغان حکومت او امریکايي چارواکو سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه سلا مشورې وکړي او هم د خپلو بندي مشرانو برخلیک وپوښتي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG