د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

وحدت: یتیمو او بې وزله ماشومانو ته به د زده کړې شرایط برابر کړو


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، هغو ماشومانو ته چې په جګړو او د هېواد په روانو ناخوالو کې يې پلرونه او یا د کورنیو نور مشران له لاسه ورکړي هغوی ته به د زده کړو او پالنې ښه شرایط برابر کړي.

دوی زیاتوي، د هغو ماشومانو روزنې او پالنې ته به هم پاملرنه وکړي چې کورنۍ يې بې وزله دي او په شخصي لګښتونو د خپلو ماشومانو د زده کړو اقتصادي توان نه لري.

یادې څرګندونې د شنبې په ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یاد ولایت د ماشومانو له روزنتون څخه د لیدنې پر مهال ازادي راډیو ته وکړې.

نوموړي وویل، د بې وزله او یتیمو ماشومانو ښوونه، روزنه او پالنه د حکومت له مسؤلیتونو څخه حسابېږي او دوی دې مسئلې ته کلکه پاملرنه کوي.

د پکتیکا والي الیاس وحدت
د پکتیکا والي الیاس وحدت

محمدالیاس وحدت زیاته کړه:

"موږ ډېرې داسې کورنۍ لرو چې ماشومان يې یتیمان پاتې شوي دي، بې وزله دي، نو د هغوی رزونه، پالنه او ښوونه روزنه دا د دولت مسؤلیت او مکلفیت جوړیږي، نو موږ په پکتیکا کې هم داسې ماشومان لرو، دغه ماشومان چې زموږ سره په روزنتون کې دي، د هغوی روزنه او پالنه کېږي، دوی ته د تعلیم او تربیې زمینه برابره شوې ده او دوی ته لیلیه ورکړل شوې ده."

د پکتیکا والي او چارواکو د روزنتون ماشومانو ته ژمني لباسونه لکه تاوده کالي، جمپرونه، بوټونه، جرابې، خولۍ، د کریکټ لوبې ځني وسایل او توکي هم ورکړل.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یاد ولایت د ماشومانو له روزنتونه د لیدلو موخې داسې وښودې:

"دا چې دوی ظاهراً په ښکلي بڼه کې نه و، نو ځکه دوی موږ راوستل، یوه روحیه مو ورکړه، یو ناز مو ورکړ، دوی مو نازول او دوی مو خوشاله کړل، هغه څه مو ورته واخیستل چې دوی يې غوښتنه درلوده، په راتلونکې کې موږ متعهد یو د پکتیکا په هره سیمه کې چې بې سرپرسته ماشوم وي، موږ به هغوی راټولو او راولو به يې، په روزنتون کې به لیلیه ورکوو، تعلیم به ورباندې کوو او تر وظیفو به يې رسوو."

د ښرنې په روزنتون کې مېشت یتیم او بې وزله ماشومان د پکتیکا د چارواکو له پاملرنې خوشاله شول او ویل يې کریکټ لوبې ته يې زړونه کېدل، خو توکي يې نه درلودل.

د روزنتون دوه ماشومان وايي:

"زه رازمحمد دلته سبق لپاره راغلی یم، والي صیب کوټ راته واخیست، کالي، خولۍ او د کریکټ شیان يې هم راته واخیستل، کریکټ خوند راکاوه، خو بیټ او توب مو نه لاره.

زه سمیع الله یم د مش خېلو اوسیدونکی یم، والي صیب راته توپ واخیسته، کالي يې راته واخیستل، خولۍ او کالي يې راته واخیستل، جرابۍ او بوټونه او د کریکټ شیان يې هم راته واخیستل."

د نظر خاوند او په پکتیکا کې د مېلمه مدني او رسنیز بنسټ مشر یعقوب خان منظور وايي، له بده مرغه په افغانستان کې د بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو د روزنې او پالنې ستونزه پر ډېرېدو ده.

دی زیاتوي، چارواکي د یتمانو او بې وزله ماشومانو په نوم مرستې ترلاسه کوي، خو په ډېریو ځایونو کې مستحقو ماشومانو او تنیکو ځلمیانو ته نه رسېږي، هغه هیله څرګندوي چې د پکتیکا نوی مشرتابه به په حقیقي ډول د یتیمانو او بې وزله ماشومانو روزنې او پالنې ته توجه وکړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG