د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

صدیقي: د وسلو د جواز سیسټم پر اصلاح جدي کار روان دی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د وسلو د جواز ورکولو سیسټم پر اصلاح کار کوي چې له مخې به یې د غیر قانوني وسلو ټولولو په برخه کې د افغان پولیسو صلاحیتونه هم ډېر شي.

په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د غیرقانوني وسلو شتون او د یوشمېر کسانو لخوا یې کارول ډېری وختونه ستونزې او اندېښنې راپورته کړي دي.

خو اوس د کورنیو چارو وزارت دې اندېښنو ته په ځواب کې وايي چې د ډېرو عصري سیستمونو څخه په استفادې د وسلو د جواز او لیسنس په ورکولو له سره کار روان دی.

د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په کابل او نورو ولایتونو کې د غیر قانوني وسلو شتون او یا له قانوني وسلو څخه غیرقانوني استفاده لا هم یوه جدي ستونزه ده.

صدیقي:موږ به په دې برخه کې د ډېرو پرمختللو عصري سیستمونو څخه کار واخلو.
صدیقي:موږ به په دې برخه کې د ډېرو پرمختللو عصري سیستمونو څخه کار واخلو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ اوس مهال د ملي امنیت شورا تر نظر لاندې د وسلو د جواز سیستم پر اصلاحاتو جدي کار کوو، پر دې سند یا طرزالعمل چې افغان پولیسو ته ډېر واکونه ورکوي او د وسلو د جواز په ورکولو کې د کورنیو چارو له وزارت سره مرسته کوي کار روان دی، موږ به په دې برخه کې د ډېرو پرمختللو عصري سیستمونو څخه کار واخلو."

ښاغلی صدیقي وایي، په افغانستان کې د غیر قانوني وسلو د اندازې په اړه که څه هم دقیقه شمېره نشته، خو د نوي طرزالعمل له مخې به یې پولیس په وړاندې ډېر صلاحیتونه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل او یو شمېر شمالي ولایتونو کې د غیر قانوني وسلو کارول په ډېرو مورادو کې ستونزې جوړې او د خلکو اندېښنې یې را پارولي دي.

د ولایتونو ترڅنګ په کابل کې هم د ورزشي لوبډلو د بریاوو او ځینو نورو نسبتي مراسمو کې خپل سره ډزې هغه موارد دي چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي او خلک یې اندېښمن کړي دي.

د خپل سرو وسلو ګرځولو ولسي جرګه هم اندېښمنه کړې
د خپل سرو وسلو ګرځولو ولسي جرګه هم اندېښمنه کړې

په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی سید محمد موسی جناب ازادي راډیو ته وویل د خپله سره وسلو د ټولولو په اړه کله هم جدی ګامونه نه دي اخیستل شوي او د ده په خبره له دې وروسته به هم دا کار ونشي.

نوموړي زیاته کړه:

"خپله د کورنیو چا رو وزارت هم په مرکز او هم په ولایتونو کې ځينې ستونزې لري، زما په نظر تر ټولو غټه ستونزه د قانون نه پلي کېدل دي، که قانون تطبیق شي دوی چې کوم عواید لري هغه پرې درېږي نو دوی په دې برخه کې هم غلا کوي او مشران ورسره شریک دي که شریک نه وي ولې د دې کار مخه نه نیول کېږي."

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوی هره میاشت په لسګونو میله وسلې او هغه کسان نیسي چې غیر قانوني وسلې ګرځوي.

د امنیتي چارو کارپوه اجمل سایس هم د غیر قانوني وسلو په وړاندې د افغان حکومت په ټینګ هوډ شک لري او وايي چې ممکن له دې وروسته هم دا ستونزه موجوده وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG