د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

خوست کې ۱۴۴ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې


د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د ملي پیوستون پروګرام په وروستۍ مرحله کې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې ۱۴۴ پروژې چې ۲۲۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادو پروژو پرانیستنې لپاره چې د اسماعیل‎خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې مراسم نیول شوي وو، خوست والي حکم‌خان حبیبي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په‎ دې پروژو کې پلچکونه، د اوبو رسولو شبکې، اوبیزه برېښنا، د جرګو خونې او کلیوالي کانکریټي سړکونه شامل دي.

خوست والي زیاته کړه، د دې پروژو په پلي کېدو سره په خوست کې د ملي پیوستون پروګرام چې ۱۳ کاله وړاندې په یاد ولایت کې پیل شوی وو، پای ته رسېږي.

ده زیاته کړه، د ملي پیوستون پروګرام په تعقیب به ډېر ژر د ولسي تړون "میثاق شهروندي" په نوم یوه بله ملي برنامه پیل شي چې هغه به له کلیوالي سیمو سربېره ښاري ساحې هم تر پوښښ لاندې ونیسي.

خوست والي حکم خان حبیبي زیاتوي:

"نن د ملي پیوستون د برنامې په وروستي دور کې ۱۴۴ مختلفې پروژې د ۲۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت باندې دا تکمیلې شوې دي او نن عملاً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، په‎ دې پلچکونه دي، د اوبو د رسولو شبکې دي، اوبیزه برېښنا ده، کانکریټي او جغل اندازي سړکونه دي، د جرګو سالون او نورې مختلفې پروژې دي چې په خپله د ولسي شوراګانو له‌خوا نه‌ تکمیلې شوې دي."

بل لوري ته د خوست د ولایتي شورا غړی قمر علي لکڼوال که څه هم د ملي پیوستون تطبیق شوې پروژې د کلیوالي خلکو د ژوندانه په مثبت بدلون کې ګټورې بولي خو زیاتوي چې دا برنامې د خلکو اړتیاوې نه‎شي پوره کولای.

ده د مرکزي حکومت او نورو نړیوالو مرسته کوونکو ادارو غوښتنه وکړه چې د خوست ښه امن او مناسبو شرایطو ته په کتو دې په دې ولایت کې نورې ورته ټولګټې پروژې هم عملي کړي.

قمر علي لکڼوال زیاتوي:

"د مرکزي حکومت او مرستندویه ادارو څخه مو دا غوښتنه ده، چې دا پروژې کفایت نه‌کوي، ځکه خوست هغه ولایت دی چې په هره برخه کې يې او په هره ولسوالۍ کې يې هر ډول پروژه تطبیقېږي، ځکه ښه امنیت دی، مشکل نه‌شته، موږ پر دوی غږ کوو، چې دلته دې راشي، هغه پروژې چې په بل ځای کې نه‌تطبیقېږي هغه دې په امتحاني بڼه په خوست کې پلي کړي."

د یادونې وړ ده په خوست کې د ملي پیوستون پروګرام دیارلس کاله وړاندې پیل شوی وو چې د یاد ولایت د درېیو مرکزي واحدونو په ګډون په دوولسو ولسوالیو کې يې د ۲،۸۳ میلیارده افغانیو په لګښت ۲۸۹۲ لويې او وړې پروژې عملي کړي چې دوه لکه ۲۳۴۱۵ کورنۍ ورڅخه برخمنې شوې دي.

ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې د ملي پیوستون پروګرام پر ځای د ولسي تړون په نوم یوه بله ملي برنامه د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغان حکومت له‌خوا پیل شي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG