د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

انتخاباتي کمېسیونونو کې د غړیتوب چارې تکمیل شوې


د انتخاباتي کمېسیونونو د غوراوي کمېټې مسؤلین وايي، د شفافیت لپاره انتخاباتي کمېسیونونو کې د غړیتوب په هدف د ۲۲۰ غوښتنلیک ورکوونکو اسنادونه چې پخوا د سیسټم له لارې رد شوي و، له سره وڅېړل شول.

د دغې کمېټې رئیس جاوید رشيدي د پنجشنبې په ورځ د يوې خبري ناستې پر مهال ډاډ ورکړ چې په دوهم پړاو کې ټول اسناد په معیاري او شفاف ډول څېړل شوي او په‌کې هېڅ ډول مداخله هم نه‎ده شوې.

ښاغلي رشیدي د غوراوي کمېټې د راتلونکي پړاو په اړه داسې وويل:

"له دې وروسته په درېیم پړاو کار کوو، په درېيم پړاو کې هغه ټول غوښتنلیکونه چې د غوراوي کمېټې ته سپارل شوي دي، د هغه څخه يو لړ لیک چمتو کوو او وروسته بیا د دوهمې کټګورۍ له لارې د دغه لېست دوه پر درېیم چې ولسمشرۍ ماڼۍ له موږه غوښتی چې درېیمه برخه‌يې ۶۳ تنه او د شکایتونو د کمېسیون لپاره ۴۵ تنه دي."

د دغې کمېټې د مسؤلینو په خبره د ولسمشر له‎خوا تر ازموینې وروسته به په شرایطو برابر اووه تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او پنځه تنه به د شکایتونو د کمېسیون د غړو په توګه وټاکل شي.

یوسف رشید
یوسف رشید

د غوراوي کمېټې يو غړي یوسف رشید وویل چې د ۷۲۰ تنو له ډلې چې دوی ته‌يې خپل اسنادونه سپارلي وو ۳۷۱ تنه په شرايطو برابر وپېژندل شول.

هغه وویل، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لپاره ۵۳۱ کسانو خپل اسناد سپارلي وو چې له دې ډلې ۳۰۹ رد ۲۱۷ تائید او ۶ نور یې باطل وګڼل شول.

د نوموړي په وینا د شکایتونو کمېسیون لپاره ۱۸۸ تنو اسناد سپارلي و چې له ډلې یې ۶۲ رد،۱۲۰ تائید او ۶ يې باطل وپېژندل شول.

ښاغلي رشید وویل، ۲۸ تنه د اسنادو د نه‌تکمیل له امله رد شوي، ۸۹ تنه د قانون له مخې د کاري تجربې د نشتوالي ۲۲ تنه خلاف د رشتې او ۲۶ تنه نور بیا د عمر د نه‌مطابقت له مخې رد شوي دي.

د غوراوي کمېټې غړي په داسې حال کې په دغه بهیر کې د شفافیت خبره کوي چې ولسمشر د دغې کمېټې په کار کې هر ډول مداخله جرم ګڼلی و.

ولسمشر غني ويلي چې د دغې کمېټې د خپلواکۍ ملاتړ کوي او د نوماندانو د ټاکنې پروسه دې په پوره شفافیت سره د بېلا بېلو ارګانونو په حضور کې ترسره شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو څخه د څار بنسټ يا "ایوا" غړي شاه محمود مل چې د غواروي کمېټې کار يې له نېږدې څارلی دغه پروسه شفافه ګڼي خو وايي چې له تخنیکي پلوه په دغې پروسه کې ستونزې لیدل کېږي.

مل: پروسه به گونه شفاف بود.
مل: پروسه به گونه شفاف بود.

ښاغلي مل زیاته کړه:

"لومړی خو دا چې د درخواست کوونکو د لېست په خپرولو کې هېڅ نوع قانوني مشکل نه‌لیدل کېږي، هغه ځانګړي مېکانیزمونه چې له مخې يې شکایتونه په دې برخه واورېدل وجود نه‎لري، درېیمه دا چې د قانوني معیارونو ترڅنګ يو شمېر هغه نور معیارونه چې دوی د ارزونې او راتلونکو پړاوونو کې نوماندان فلتر کوي په مشخص ډول متأسفانه نه‎دي موجود."

دغه نیوکې په داسې حال کې کېږي چې د غوراوي کمېټه وايي، داسې قانوني کړن‎لاره يې جوړه کړې چې له مخې به‌یې په شرایطو برابر کسان غوره شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG