د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

کلېنټن: پوتین د امریکا سیاسي سازمانونه او چارواکي په نښه کړي


د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ډموکراټ ګوند کاندیدې هېلري کلېنټن له خپل سیال سره د ولسمشرۍ په وروستۍ مناظره کې مستقیماً د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تورن کړ چې په یو شمېر سایبري حملو سره‌یې د امریکا سیاسي سازمانونه او اوسني او پخواني وتلي چارواکي په نښه کړي دي.

د روسیې پر سر لفظي دعوا د هغو اختلاف وړ مسئلو یوه موضوع وه چې په دغې ټلوېزیوني مناظره کې دواړو کاندیدانو پرې ناندرۍ ووهلې.

جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ چې رسنۍ او د امریکا سیاسي نظام‌یې په انتخاباتو کې په لاس وهنې تورن کړی او ویلي یې دي چې په دې کار سره دوی سپینې ماڼۍ ته د ده د رسېدو مخه نیسي، له دې ډډه وکړه چې ووایي، ایا دی د نومبر د اتمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه مني؟

کلېنټن په دغې ټلوېزیوني مناظره کې چې تېره شپه د امریکا د نوادا ایالت د لاس وېګاس په یوه پوهنتون کې ترسره شوه، وویل، دا واضح ده چې وروستیو هکرانو او د امریکایي وتلو څېرو او سیاسي سازمانونو د اېملونو افشا کېدو ته په خپله پوتین ځکه امر ورکړی و چې د دې رقیب ورڅخه ګټه واخلي.

مېرمن کلېنټن وویل:

"دوی امریکایي وېب‎پاڼې، د امریکایانو شخصي او د انسټېټیونو اکونټونه هک کړي او وروسته‌یې دغه معلومات ویکي‎لیکس وېب‎پاڼې ته ورکړي چې په انټرنېټ کې یې خپاره کړي."

کلېنټن وویل، د روسیې ولسمشر ټرمپ ته چې د پوتین په اړه‌یې ښې څرګندونې کړي او د واشنګټن او مسکو ترمنځ د خړپړ شویو اړیکو د ښه کېدو غوښتونکی دی، په سپینه‎ ماڼۍ کې د یوه لاسپوڅي په سترګه ګوري.

ټرمپ لکه د پخوا په څېر د کلېنټن تورونه رد کړل چې ګواکې مسکو په دغو انتخاباتو کې د ده په ګټه مداخله کوي او کلېنټن‌یې تورونه کړه چې د مهاجرت په اړه له بحثه ځان باسي. پر ټاکلې موضوع بحث د روسیې پر سر اختلافاتو مختل کړ.

ټرمپ وویل، دی روسیه او بل هر هغه څوک چې د سایبري حملو تر شا لاس لري، غندي.

هغه وویل، پوتین نه کلېنټن او نه‌هم ولسمشر بارک اوباما ته درناوی لري.

ټرمپ وویل، دی روسیه او بل هر هغه څوک چې د سایبري حملو تر شا لاس لري، غندي.
ټرمپ وویل، دی روسیه او بل هر هغه څوک چې د سایبري حملو تر شا لاس لري، غندي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

"زه پوتین نه‌پېژنم. هغه زما په اړه ښې خبرې کړي دي. که موږ یوې روغې جوړې ته ورسېږو دا ښه خبره ده. که روسیه او متحده ایالات د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې په وړاندې یوه تفاهم ته ورسېږي دا به ښه کار وي. هغه «پوتین» نه کلېنټن او نه‌هم زموږ ولسمشر ته درناوی لري."

د ډموکراتیکې ملي کمېټې په ګډون امریکایي چارواکو د نومبر د اتمې له انتخاباتو مخکې مسکو په منظمو سایبري حملو تورن کړی دی.

د کلېنټن کمپاین په کراتو-کراتو کرېملېن تورن کړی چې هڅه کوي انتخابات د ټرمپ په ګټه وڅرخوي.

دواړو ټرمپ او کرېملېن دغه تورونه رد کړي او هغه‌یې بې‌اساسه بللي دي.

اټکل کېږي چې د دواړو کاندیدانو تر منځ دغه ټلوېزیوني مناظره به په لسګونو میلیونو امریکایانو لیدلي وي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر د میاشتې په اتمه نېټه ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG