د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

کابل کې د ناټو دوه امریکايي سلاکاران په ډزو ووژل شول


ناټو وایي، د دوی دوه تنه امریکایي سلاکاران په کابل کې ووژل شول.

د ناټو په وینا یو وژل شوی پوځي او بل‌یې ملکي دی.

د ناټو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې درې تنه نور د ډزو پر مهال ټپیان شوي دي چې دوه تنه‌یې امریکایان دي.

د دې پېښې د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ بلل شوی.

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې یو تن چې پوځي جامې یې په تن وې پرون د کابل په جنوب لوېدیځ کې د ریشخور له فرقې سره پر بهرنیانو ډزې وکړې.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل:

"په ریشخور کې د کومانډو فرقه ده. د فرقې په ساحه کې دا پېښه نه‌ده شوې، له فرقې نه بهر شوې. په کوم ځای کې چې ډزې شوې دي، دا هم پوځي سیمه ده او چا چې ډزې کړي دي هغه هم پوځي جامې لرلې."

برید کوونکی د ډزو د تبادلې پر مهال ووژل شو، خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې دی افغان سرتېری دی که د دولت مخالف وسله‎وال.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

جنرال دولت وزیري وایي:

"کوم کس چې ډزې کړې دي، هغه وژل شوی. تحقیق روان دی، دا معلوموي چې کله جزئیات څرګند شي موږ به‌یې له تاسو سره شریک کړو."

په ریشخور کې د ځانګړو ځواکونو د روزنې مرکز دی او هلته د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت یو شمېر کسان هم دېره وي.

لوېدیځ چارواکي وایي چې د افغان ځواکونو له دننه چې کله ډزې شوې دي د یاغیانو د بغاوت په پرتله تر ډېره له کلتوري مسائلو سره د نه‌اشنایۍ له امله رامنځته کېږي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وویل، هر وخت چې د خپلې ډلې کوم غړی له لاسه ورکوو، دا ډېره دردونکې وي، خو موږ به په افغانستان کې خپل مأموریت ته ادامه ورکړو څو په افغانستان کې وضعیت بهتره شي.

په افغانستان کې له تېرو اتو کلونو راهیسې تر اوسه ۹۲ ځله د افغان امنیتي ځواکونو له دننه پر بهرنیو بریدونه شوې دي چې په دې حملو کې نېږدې ۱۵۰ بهرني پوځیان وژل شوي او نېږدې ۱۹۰ تنه هم ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د افغان ځواکونو له دننه پر بهرنیو تر ټولو ډېر بریدونه څلور کاله مخکې په ۲۰۱۲ کې وشول، سربېره پر دې چې دا ډول پېښې په وروستیو دوو کلونو کې ډېرې کمې شوې دي، خو د لوېدیځو چارواکو په وینا دغسې حملې د افغان ځواکونو او بهرنیو او همداراز د افغان ځواکونو په خپل منځ کې بې‌باوري رامنځته کوي.

XS
SM
MD
LG