د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

فارن پالیسي: امريکايي جنرالان افغانستان کې ناکام شوي


فارن پالیسي خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې امريکايي جنرالان په افغانستان کې ناکام شوي، مقاله خپره کړې ده.

د مقالې په يوه برخه کې راغلي، د امریکا پوځ په افغانستان کې له تکتیکي اړخه نه بلکه په پوځي اداره او رهبرۍ کې د کمزوریو له امله ناکام شوی دی.

د فارن پالیسي په حواله، کله چې امریکايي جنرال ډیویډ پېټرویس د وسله والو پر ضد د مبارزې خپلې مشهورې کړنلارې وړاندې کړې، داسې انګېرل کېده چې د امریکا پوځ په افغانستان او عراق کې د جګړې له شدید وضعیت سره ځان عیار کړی دی.

خو ډېر لنډ وخت وروسته څرګنده شوه چې دا کړنلارې تر ډېره حده خیالي خبرې او ډېرې سرسري طرح شوې وې.

خپرونې له وسله والو طالبانو سره مبارزه کې د افغانانو د اړتیاوو په اړه د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي په حواله لیکلي چې هغوي هوايي ملاتړ ته اړتیا لري، خو فارن پالسي پوښتنه کوي چې که وسله وال طالبان له هوايي ځواکه پرته پرمختګ کولای شي نو افغان امنیتي ځواکونه ولې پرمخ نه شي تلای؟

د فارن پالیسي په لیکنه، دا ښايي لومړۍ پوښتنه وي چې ځواب غواړي ځکه امریکايي چارواکي تل په افغانستان کې د زیاتو عسکرو، تجهیزاتو او وخت غوښتنه کوي.

د خپرونې په حواله، دا غوښتنې د افغانستان د جګړې لپاره اساسي ځواب نه دی ځکه دا وضعیت ښايی اوږده موده پرځای پاتې شي او بحران دوام پیدا کړي.

نیوزویک مجله د افغانستان په اړه په مقاله کې لیکي چې پر امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې تر حملې پنځلس کاله وروسته، افغانستان لا هم پر څلور لارې ولاړ دی.

د مجلې په لیکنه، د امریکا د څه باندې سل میلیاردو ډالرو له لګېدو سره په افغانستان کې پرمختګونه کمزوری دی او دا هېواد لا هم له سیاسي، اقتصادي او امنیتي پلوه لازم ثبات نه لري.

نیوزویک مجلې لیکلي چې تر ټولو ستره ستونزه امنیت دی.

د مجلې په لیکنه، افغانستان کې له څو کلونو پوځي ماموریت او د زیاتو عسکرو له قرباني کېدو سره هم وسله والو طالبانو ریښې پراخې کړي، حملې کوي، زیات افغانان بې ځايه شوي او بهرنیو هېوادونو ته تښتي.

د نیوزویک په لیکنه، داسې اندیښنې شته چې ښايي د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت ۱۵ زره عسکر د دې هېواد د امنیت لپاره کافي نه وي.

مجلې د امریکا د جمهوري ریاست د پخواني کاندید او د سنا د دفاعي کمېټې د رئیس جان مککېن دا وینا خپره کړې چې وايي، د نړیوالو عسکرو د شمېر کمېدو افغانستان د طالبانو په وړاندې لا زیات کمزوری کړی دی.

نیوزویک مجلې په دې مقاله کې په افغانستان کې د نېږدې یوې نیمې لسیزې پرمختګونو او ستونزو ته په کتنه کې لیکلي چې د افغاسنتان د ملي وحدت حکومت له دې ټولو ستونزو سره توانیدلی چې دوه کاله حکومت وکړي.

د نیوزویک په لیکنه، افغانستان د نړیوالو ځواکونو تر ۱۵ کلن پوځي ماموریت وروسته د عطف ځای ته رسیدلی او که له طالبانو سره د سولې بهیر کامیاب نه شي، په دې هېواد کې به سیاسي، امنیتي او اقتصادی بحران لا ژور شي.

XS
SM
MD
LG