د چارو یو شمېر افغان کارپوهان وایي، د والیانو او ولایتي شوراګانو تر منځ د همغږۍ نهشتون په ولایتونو کې د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
یاد څېړونکي وایي، تر هغو چې د ولایتونو په کچه مسؤلیتونه او دندې مشخصې نهشي، نو ولایتي چارې به تل له خنډ سره مخ وي.
یو له دغو کارپوهانو یونس فکور ازادي راډیو ته وویل چې د ولایتي ادارو او ولایتي شوراګانو تر منځ دغه تقابل، کارونه ځنډني کړي او فساد تهیې زمینه برابره کړې ده.
هغه زیاته کړه:
"پولیس د والي سره، امنیت له اردو سره او ولایتي شورا بیا له ټولو سره همغږې نهده، دغه دی چې هدف معلوم نهدی او ګډ کار نهتر سره کېږي."
د یو شمېر ولایتي شوراګانو غړي ولایتي ادارې په بېکفایتۍ تورنوي او وایي چې دغو ستونزو ان په ځینو سیمو کې پر امنیت منفي اغېز کړی دی.
د لوګر د ولایتي شورا غړی حسیب ستانکزی انتقاد کوي چې په چارو کې د دوی نظر او مشورې په پام کې نهنیول کېږي.
هغه زیاته کړه:
"ځينې مجالس دي چې ولایتي شوراګانې هېڅ پرې نهخبرېږي نو زموږ د طرزالعمل مطابق راسره چلند نهکوي."
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ذبیحالله زمری هم وایي چې ولایتي ملکي او پوځي چارواکي په ځینو مواردو کې خپلو کې همغږي نهلري او دا هغه څه دي چې دوی یې په اړه سخت انتقاد لري.
نوموړي له ولایتي چارو څارنه د ولایتي شوراګانو حق بولي او وایي چې مرکزي حکومت باید د ولایتي ادارو لپاره مشخص پلانونه طرحه کړي.
اخوا د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، دوی د انسجام د ریاست له لارې تل هڅه کوي چې د ولایتي ادارو او شوراګانو تر منځ همغږي رامنځته کړي.
د دغې ادارې ویانده منیره یوسفزاده وایي، د ولایتي شوراګانو غوښتنې او شکایتونه ان د ولسمشر په کچه تعقیب شوي او ورته رسېدنه شوې ده.
نوموړې زیاته کړه:
"د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او والیانو له نظره د ولایتي شوراګانو وکیلان د خلکو استازي دي او نظرونهیې په پام کې نیول کېږي، خو د نههمغږۍ په برخه کې موږ خپل ټول کوښښ کړی چې تر څو قوي همغږي رامنځته کړو."
په ورته وخت کې د چارو کارپوه یونس فکور وایي، د ملي وحدت حکومت مشران باید مشخص پلانونه جوړ او ولایتي ادارې او شوراګاني یې عملي کولو ته وهڅوي.
دی وایي، که دا کار وشي نو تر ډېره حده به د فساد، ګډوډیو او حتی نا امنیو مخه ونیول شي.
راپور: محمد قسیم سولهمل