د فاریاب سیمهییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ ۱۱ کلي د وسلهوالو طالبانو لاسته لوېدلي دي.
د خواجه سبزپوش ولسوال عبدالله معصومي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې یاد کلي تېره شپه د وسلهوالې حملې پر مهال طالبانو نیولي دي.
نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې قرار لري، او د فاریاب مرکز میمنې څخه ورته تازه دمي ځواکونه هم نهدي رسېدلي.
هغه د یادې حملې پر مهال افغان ځواکونو او وسلهوالو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونهویل.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو لاسته ولوېده.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم څو ورځې وړاندې د غورماچ ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره دغه ولایت ته سفر وکړ او ویېویل چې یاده ولسوالي به ډېر ژر له طالبانو پاکه کړي.
وسلهوالو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي.